د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: طالبان باید د افغانستان په انتخاباتو کې حضور ولري


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان، ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات باید "پراخ بنسټه وي او طالبان هم په کې حضور ولري".

عمران خان چې واشنگټن ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د امریکا د سولې په انستیتوت کې وینا کوله وویل چې پاکستان ته د ستنیدو وروسته په پام کې لري چې د طالبانو له استازو سره وگوري او هغوی د افغانستان د حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

هغه وویل: "طالبانو څو میاشتې مخکې غوښتل چې له ما سره وگوري. له هغه ځایه چې تل مې ویلي وو چې د افغانستان جگړه پوځي حل لاره نلري د طالبانو په منځ کې اعتبار لرم. خو د افغانستان دولت نه غوښنل چې زه له هغوی سره وگورم. اوس، د جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس غني سره له خبرو وروسته له طالبانو سره گورم او هڅه کوم چې هغوی د افغانستان دولت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوم."

ښاغلي خان زیاته کړه: "د افغانستان انتخابات باید پراخ بنسټه وي تر څو طالبان هم وکړای شي په هغه برخه واخلي".

د پاکستان صدراعظم ټینگار وکړ چې هغه تل د خبرو له لارې د افغانستان د جگړې د پای ته رسیدو پلوي دی او د طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل کولو په خاطر یې د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم درناوی وکړ.

ښاغلي خان وویل: "د خدای نه شکر دی چې (ټرمپ) جمهور رئیس دی، د هغه په نشتون کې (د افغانستان) جگړه کیدای شول ١٩ کاله نور هم دوام وکړي."

عمران خان وویل چې د پاکستان د صدراعظم په توگه د هغه د سیاستونو یو اصلي توپیر د افغانستان په چارو کې په نه مداخلې ټینگار دی.

ښاغلي خان وویل د افغانستان په چارو کې د پاکستان مداخله د پاکستان په تاوان ده.

هغه زیاته کړه چې: "د پاکستان د پوځ او زما د دولت د سیاستونو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. مونږ دا احساسوو چې هیڅکله باید د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړو او پریږدو چې پخپله تصمیم ونیسي. د پاکستان پوځ زمونږ ددې دریځ ملاتړ کوي."

XS
SM
MD
LG