د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسلامپالو وسله والو پر وړاندې نوي پوځي عملیات پیل کوي – پوځ


عکس: ارشیف - د پاکستان پوځي عملیات
عکس: ارشیف - د پاکستان پوځي عملیات

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) وویل چې د اسلامپالو وسله والو د له منځه وړلو لپاره په ټول هیواد کې نوي عملیات پیلوي.

دا پداسې حال کې دي د پاکستان په څیر د یو بشپړ اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ هیواد لپاره دا یو خورا ګران اقدام دی.

یو شنونکی وایي دا عملیات به د حکومت لپاره چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره تر فشار لاندې دی د یوې پلمې په توګه هم کارول شي تر څو ولایتي ټاکنې چې په راتلونکې میاشت کې پلان شوي وځنډوي.

پاکستان د خپل پور د ادا کولو له خطر سره مخ دی، د پیسو نړیوال صندوق ته د تادیاتو پروګرام له نومبر میاشتې راهیسې په ټپه درېدلی، په داسې حال کې چې د حکومت او پخواني صدراعظم عمران خان ترمنځ سخته سیاسي جګړه روانه ده.

پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په دې هېواد میلیاردونه ډالر لګښت راغی او په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر خلک بې کوره شول او په سلګونو ووژل شول.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په اعلامیه کې ویلي، په دې غونډه کې د ټول ملت او حکومت سره په ګډه د هراړخیزو عملیاتو په پیلولو موافقه وشوه، چې دا هیواد به په نوي قوت او عزم سره د ترهګرۍ له ګواښ څخه خلاص کړي."

پاکستان چې د اټومي وسلو لرونکی هېواد دی او ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، په وروستیو څو میاشتو کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره د تیر کال د خبرو اترو د ناکامیدو راوروسته پدې هیواد کې د اسلامپالو وسله والو له خوا بریدونو زور اخیستی.

په روان کال کې پاکستاني طالبانو او د هغه څخه جلا شوې یوې ډلې د پیښور په ښار کې په پولیسو مرکز ته څیرمه په یو جومات کې د ځانمرګي برید په کولو سره څه دپاسه ۱۰۰ پولیس ووژل.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ ويلي دي چې د جمعې په ورځ يې د صدراعظم شهبازشريف په مشرۍ يوه غونډه ترسره کړه چې پکې ملکي و پوځي مشرانو گډون کړی و او یوه کمیټه یې جکړه کړه چې د دوو اونیو په ترڅ کې د تندلارو په ضد د عملیاتو لپاره وړاندیزونه وکړي.

XS
SM
MD
LG