د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د ډاکټر شکيل افريدي په اړه له امریکا سره خبرو ته تیار دی


شکیل افریدي په ٢٠١١ کې د سي آی ای سره د اسامه بن لادن د ځای په معلومولو کې مرسته کړې وه
شکیل افریدي په ٢٠١١ کې د سي آی ای سره د اسامه بن لادن د ځای په معلومولو کې مرسته کړې وه

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو ځانګړی مرستيال طارق فاطمي وایي پاکستان د ډاکټر شکيل افريدي د مسلې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت سره خبرو ته چمتو دی.

شکيل افريدي په ٢٠١١ کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی ای سره د مرستې په مقصد د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د شتون د معلومولو لپاره په سیمه کې د واکسينيشن جعلي کمپاین پیل کړی و.

شکیل افریدی هیواد ته د خیانت په تور په ٣٣ کاله بند محکوم شوی دی. د امریکا د متحده ایالاتو مقاماتو د ډاکتر افریدي په وړاندې د پاکستان چلند غیر منصفانه او بې ځایه گڼلی دی او په وار وار یې د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه کړې ده.

اوس اسلام آباد وایي "پاکستان به دې ته لیواله وي" چې د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ له حکومت سره د دغه بندي پاکستاني ډاکتر د خوشې کیدو په سر خبرې وکړي.

طارق فاطمي د امريکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې وويل چې ډاکټر شکيل افريدی په مجرمانه هلو ځلو کې ښکیل دی او روغتيایي پروګرامونو او د واکسينيشن پروګرام ته یې زيان رسولى دی.

ښاغلي فاطمي دا هم وویل چې د شکیل افریدي سره ذاتي دښمني نه لري او د هغه معامله د محاکمو کار دی. د هغه په وینا په پاکستان کې محاکم ازاد دي او حکومت د هغوي په کار و بار کې مداخله نه کوي.

د امریکا غږ د اردو څانگې سره په مرکه کې ښاغلي فاطمي دا هم ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې امن ته ليواله دى او غواړي چې هلته ترهګري پای ته ورسیږي، ځکه د هغه په وینا په پاکستان کې هغه وخت امن راتلى شي کله چې افغانستان کې امن وي.

ښاغلي فاطمي وویل چې يو باثباته او امن افغانستان د هغوي د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري دى، ځکه "د مينځنۍ اسيا څخه د بریښنا او تيلو ترلاسه کول هغه وخت ممکن دي کله چې افغانستان کې امن وي". د هغه په وينا د ختیځې اروپا سره راکړه ورکړه هم په افغانستان کې د امنيت د ټينګیدو پورې مربوطه ده.

دا په داسې حال کې دي چې پاکستان او افغانستان پر یو بل د ترهگرۍ د ملاتړ تورونه لگوي او د کابل او اسلام آباد اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې ډیرې خړې پړې شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تور لګولی چې د پاکستان استخباراتي اداره په پټه په افغانستان کې د طالبانو د ياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر ضد استفاده وکړي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او په افغان چارواکو تور لګوي چې هغوي پخپله خاوره پاکستان ضد جنګيالو ته پناه ورکوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د زرگونو غیر راجستر شویو افغان مهاجرو پر وړاندې سخت چلند کړی چې دې کار د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم زیانمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG