د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سیاستمدارانو 'په پي ټي ایم برید' غندلی


د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفه گوندونو په وزیرستان کې د پي ټي ایم په غړیو برید غندلی دی

په پاکستان کې مختلفو ټي وي چینلونو په شمالي وزیرستان کې د مۍ د ٢٥ نیټې د پیښې په اړه په خپلو رپورټونو کې وویل چې پي ټي ایم په یوې امنیتي پوستې وسله وال برید کړیدی خو د پي ټي ایم مشر محسن داوړ بیا امریکاغږ ته ویلي چې ډزې عسکرو کړیدي او د پي ټي ایم پلویانو وسله نه لرله.

د پاکستان یو مشهور ټیلوژن اې آر وایي وویل چې د پارلمان د غړیو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ د پي ټي ایم غړیو په یوې امنیتې پوستې وسله وال برید وکړ چې د هغې په ځواب کې امنیتي عسکرو ډزې کړیدي. د پاکستان پوځ او نورو چینلو هم دغه ډول تورونه ولگول.

د پیپلزگوند د مشر بلاول نه د یوې خبرې غونډې په مهال خبریال وپښتل چې د محسن داوړ لخوا په امنیتي پوستې برید په اړه څه نظر لري؟ بلاول وویل چې هغه باور نه لري چې محسن داوړ به په امنیتي پوستې برید کړی وي. هغه وویل:

"محسن داوړ د پارلمان غړی دی. باور نه کوم چې هغه به په امنیتي عسکرو برید کړی وي. زه په پرامنه مظاهرهچیانو ډزې غندم. ما پخوا هم ویلي دي چې د قبایلي سیمو د دځوانانو خبره واورئ. د هغوي گیلې لیرې کړئ."

د بلاول بهټو برسیره د مسلم لیگ نون گوند یوې مرکزې مشرې مریم نواز هم د پي ټي ایم په پلویانو برید وغنده. هغې په خپل ټویټر ولیکل:

"پاکستان دننۍ شخړه نه شی زغملی. دواړه خوا ته د پاکستان بچپان دي نو د پاکستان سیاسي مشرانو او رسنیو ته پکار ده چې د مسولیت نه کار واخلي کنه نو پاکستان ته یو ځلې بیا ناسمیدونکی تاوان رسیدلی شي."

د عوامي نیشنل گوند یو مشر ایمل ولي خان هم دغه برید وغانده او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې وزیرستان ته دې ورشي. ایمل ولي خپله ویډیو په ټویټر شریکه کړه.

د جمیعت العلما اسلام مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلی اکرم دراني د پي ټي ایم په پلوۍ څو ټویټونه وکړل. هغه ولیکل:

"که د مظلوم سره ودریدل او د حق خبره کول د محسن داوړ او علي وزیر په ژبه خبرې کول دي نو زه دغه ژبه وایم."

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین د پیښې نه وروسته په فیس بک یوه ژوندۍ وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د پوځ تورونه وغندل او ویې ویل چې محسن داوړ وسله نه لرله او یواځې یې په غاړه کې د گلونو هار و چې پلویانو یې ورته اچولی و. پښتین وویل چې ایا محسن داوړ د دغه گلونو سره په امنیتي پوستې حمله کړیده؟

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG