د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پښتنو فعالانو کمپاین، "زه هم افغان یم"


په پاکستان کې د حقونو پښتنو فعالانو په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین پیل کړیدی چې وایي "زه هم افغان یم."

دا کمپاین د هغې نه وروسته پیل شو چې په اسلام اباد کې د یوې وژل شوې ماشومې په اړه د پاکستان مشهور ټيلوژن اې آر وایي پخپل رپورټ کی وویل چې "دغه د پي ټي ایم پراپیگنډه ده، ځکه وژل شوي فرښتنه مومند افغانه ده او پلار یې جعلي اسناد لري."

فرښته مومند یوه لس کلنه ماشومه وه چې د می په ١٥ د کوره لادرکه شوه او بیا د می په ٢٠ نیټه یې مړی په یو نژدی ځنگل کې پداسې حال کې وموندل شو چې جنسي تیری پري شوي و.

کله چې د فرښتې پلار د عدالت لپاره احتجاج پیل کړ نو د پي ټي ایم مشرانو پکې هم برخه واخیسته چې دغه بیا اې آر وایي پراپیگنډ وبلله.

د پاکستاني ټلویژن د دغه رپورټ د خپرویدو نه وروسته د بشري حقونو فعالانو سخت غبرگون وښود. ځنیو فعالانو د نورو نه وغوښتل چې د دغه چینل مقاطعه دې وکړي او ځینو نورو بیا په ټویټر هیش ټیگ پیل کړ چې ټول پښتانه افغانان دی.

د وزیرستان نه د پارلمان غړی محسن داوړ په خپل ټویټر ولیکل

په دغه هیش ټیگ کې د یو څو ساعتونو په وخت کې په سلگونو کسانو ټویټونه وکړل او د چینل چلند یې په سختۍ وغنده.

د ټویټر یو کارونکي سرحد مومند لیکلي:

"ټول پښتانه افغانان دي، زه پدی ویاړم چې افغان یم. مونږ ٥ زره کلن تاریخ لرو."

د ټولنیزو رسنیو فعال خوشحال خټک په خپل ټویټر ولیکل:

د کویټې یو خبریال مالک اڅکزي هم په دغه ټرینډ کې برخه واخیسته. هغه پدې موضوع پرله پسې څو ټویټونه وکړل. اڅکزی لیکي:

" افغانیت یو تاریخي حقیقت او پیژندگلو ده. خپله د زرگونو کلونو تاریخ او پیژندگلو څوک خنگه بدلولی شي."

د پي ټي ایم مشرې ثنا اعجاز هم څه داسې ولیکل:

په پاکستان کې پښتنو پرله پسې حکومت او ادارې تورنې کړیدي چې د هغوي اساسي حقونه ځبي خو حکومت دغه تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG