د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین اداره ښایي سږ کال د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب وغواړي


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین ادارې استازي سه شنبه جنوري نهمه (مرغومي ۱۹) ویلي چې په روان کال کې ښایي پدې نړیوالې ادارې کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړي.

ریاض منصور خبریالانو ته وویل ، " دا د سولې لپاره پانګونه ده او د دوو دولتونو حل ژغورلو لپاره پانګونه ده".

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۲ کال کې په رایې ګیرۍ کې فلسطین ته پدې ادارې کې د ناظر دولت حیثیت ورکړ چې له مخې یې د فلسطین استازي ته اجازه ورکول کیږي د دې سازمان په بحثونو کې برخه واخلي خو رایه نشي ورکولی.

د فلسطین آزادۍ سازمان په ۱۹۷۴ کال کې په ملګرو ملتونو کې د ناظر ادارې په توګه په رسمیت وپیژندل شو.

ښاغلي منصور وویل چې د فلسطین اداره به د عربي دولتونو په ملاتړ د امنیت په شورا کې د ملاتړ جلبولو لپاره هلې ځلې پیل کړي. دا شورا په ملګرو ملتونو کې یو هیواد ته د غړیتوب په ورکولو کې مهم نقش لري ځکه په عمومي اسامبلې کې د رایې ګیرۍ څخه وړاندې باید دا شورا یې ومني.

عمومي اسامبلې ته د یو هیواد غړیتوب وړاندې کیدو څخه مخکې د امنیت شورا لږ تر لږه نهه غړي باید په طرفردارۍ رایې ورکړي او د پنځو دایمي غړیو څخه یو یې هم رد یا ویټو نکړي.

متحده ایالات د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړی دی او د څو لسیزو راهیسې یې د خپل ویټو حق څخه په پراخه توګه د هغو کړنو د مخنیوي لپاره کار اخیتسی چې په اسرائیل منفي اغیز کوي او یا یې اسرائیل ملاتړ نکوي.

د واشنګټن دریځ د پخوا راهیسې دا دی چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین ادارې نهایي حیثیت باید د مستقیمو خبرو اترو د لارې حل شي تر څو د دوو بیلو دولتونو جوړیدو حل لارې ته هم ورسیږي.

په ۲۰۱۲ کال کې کله چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د فلسطین حیثت لوړ شو، متحده ایالات د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوازینی غړی او د اسرائیل په ګډون هغو نهو هیوادونو کې و چې د دې پریکړې پر ضد یې رایه ورکړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي هم ومنله چې د امنیت په شورا کې خنډ شته خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ددې خڼد لیرې کیدو لپاره باید د حل یوه لار ولټول شي تر څو فلسطین وکړی شي په ملګرو ملتونو کې د یو دولت په توګه " مسلم ځای" تر لاسه کړي.

ښاغلي منصور وړاندې وویل چې ټاکل شوې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د همدې روان کال د مارچ په میاشت کې غونډه وکړي او مهمه شیبه به وي چې پکې به پریکړه وشي کله به دا موضوع د امنیت شورا ته وړاندې شي.

هغه همدارنګه وویل چې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو کال دی او د نیټې په ټاکلو کې دا انتخابات مهم نقش لري.

د فلسطین استازي وړاندې وویل، "ښایي کارونه باید د مې میاشتې څخه وړاندې وشي، وړاندې تر دې چې بشپړ انتخاباتي فصل پیل شي.".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG