د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ ولمانځل شوه


د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅود پیوستون ورځ ده چی هر کال په افغانستان کی د لرو برو پښتنو له خوا لمانځل کیږی . د پښتنو او بلوڅو استازی پر ګاوڼدی هیواد باندی تور لګوی چی د دوي تر منځ بیلتون را منځته کوي.

سږ کال دا روځ د افغانستان د قومونو او قبایلو د چارو د وزارت له خوا یاده کړی شوه چې په کښي د دیورند د دواړو غاړو پښتنو او بلوڅو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی وو .

د نوموړي وزارت سیاسي مرستیال عبدالمالک صدیقي د دواړو قومونو پر یو والي ټینګار کوي او وایي دوي به تل سره متحد او یو وي ،، لر او بر پښتانه او بلوڅ یو ټبر دي او د ورورولۍ تاریخي قدامت لري. د دوي ورورولي او د قومیت او وینې پر بنسټ یووالی به نه بیلیدونکی او تل پاتی وي،، .

عبدالمالک صدیقي د پښتنو او بلوڅو د حقوقو د اعادې ِغوښتونکی دی.،، د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پر بنا باید دوي ته خپل حقوق ورکړل شي . موږ په سوله ییز ډول د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونوو لاس ته راوړلو دعا کوو او دا غوښتنه کوو چی دوي ته دي خپل سیاسی او ټولنیز حقوق ورکړل شي،، .

په همدی حال کی د منځنی پښتونخوا قبایلي مشر زرجان شینواری په دی باور دی چی هغه مهال چی انګریزانو په هندوستان کې ماته ومنله او له هغې خاوری نه وتلو ته تیار شول نو د معاهدو پر بنسټ د پاکستان او هندوستان ویشل پیل شو دغو دواړو هیوادونو خپلواکي تر لاسه کړه خو په کوزه پښتونخوا کې د خدایی خدمتګارانو غورځنګ ته چې د پښتنو او بلوڅو د سیمې په رسمیت پيژندل یې غوښتل چا هډو پام هم ونه کړ .

په هغه مهال جوړ شوی ریفراندم کی پشتنو او بلوڅو ته د رای اخیستنی صندوق نه کښېښودل شو او برتانوی استعمار په ۱۹۴۷ کال کې دغه قومونه په پاکستان پوري غوټه کړل له هغه وخته بیا تر اوسه پوري پښتانه او بلوڅ قومونه ځان لپاره د خپلواکۍ غوښتونکي دی او د مبارزې لړۍ یې اوږدیږی.

په همدی حال کې د بلوڅو قومي مشر او د بلوڅو د سراسری شورا مشر جنرال ذوالفقار هم پښتانه هڅوي چې د بلوڅانو د ازادۍ لپاره دي مبارزه وکړي.،،ستاسو په تندي یی د طالبانو ټاپه دروهلی . تاسو طالبان یاست؟ خو نه یاست پښتون هغه ازاد قوم دی چی د انګریزانو په مقابل کې وجنګیدی زه افغانستان دولت ته وایم تر څو چې د پښتنو او بلوڅو سر نوشت معلوم شوی نه وي دغی خاوری ته به سوله او امنیت نه راځي. افغان ملت به هله آرامه وی چی د پښتنو او بلوڅو سر نوشت معلوم شي،،.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د پکتیکا ولایت استازی هم د ډیورند دواړې غاړې حکومتونه ګرموی چې ګني پښتانه وژنی او قومی جوړښتونه یی له منځه وړي دي.،، ۳۰ کاله کیږي چی د پښتنو او بلوڅو قومي جوړښت د سیمې د استخباراتو له خوا زیانمن شوی د قومی مشرانو په ځای یې نور خلک را اوچت کړي چې پښتانه نړۍ ته د بنسټ پاله او ترهګر قوم په نامه وروپیزني حال دا چی پښتانه تروریستان نه بلکه منځ لاري خلک دی.،،

د ولسی جرګی د بل غړی لالی حمید زی اشاره هم ګاونډی هیواد پاکستان ته ده چی نه غواړی پښتانه او بلوڅان ارامه او هوسا ژوند ولری .

لالی حمید زی وایی نړیوال هم پوهیږی چی دا ترهګر او بنسټ پاله خلک پښتانه نه بلکه د هغه په وینا پنجابیان دي چی د دغو دواړو قومونو له یو والی نه ډآریږی او نه یې غواړی .
د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ له کال ۱۳۲۸ را په دیخوا هر کال په افغانستان کی لمانځل کیږي.
بهارت صابر -کابل
XS
SM
MD
LG