د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان باید خوښ وي چې افغانان په ګډه خپله راتلونکې ټاکي - پمپیو


مایک پمپیو په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له ډېر وخت نه کار روان و
مایک پمپیو په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له ډېر وخت نه کار روان و

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د پیل شويو بین الافغاني مذاکراتو په اړه خوشبیني ښکاره کړې ده.

ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر لیکلي دي چې د قطر بین الافغاني کنفرانس لپاره له ډېر وخت راهېسې کار روان و. هغه وایي چې امریکایان باید خوشحال وي چې افغانان په خپلو کې سره خبرو ته کیناستل.

هغه لیکلي دي "ټول امریکایان باید خوښ وي چې افغانان له افغانانو سره کیني چې د خپل هېواد د جګړې د ختمولو سخت کار پیل کړي او خپله راتلونکې په ګډه وټاکي. دا ښه خبره ده چې مخورې حکومتي څېرې، مدني ټولنې، ښځو او د طالبانو استازي په یو میز لیدل کیږي."

ښاغلی پمپیو داسې مهال دا خبره کوي چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبریالانو ته وویل چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی خو لا کومه پرېکړه نه ده شوې.

افغان حکومت دغې غونډې ته خپل کوم رسمي استازی نه دی استولی، خو د غونډې تنظیمونکي سلطان برکات وویل چې په غونډه کې د هرې برخې خلک او څېرې شته چې په خپل شخصي ظرفیت په غونډه کې برخه لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد چارو ځانګړي استازي خبریالانو ته ویلي چې دوی د افغانستان د راتلونکې لپاره د "لارې یوه نقشه" غواړي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي غړې اصیله وردک چې په دغه غونډه کې برخه لري وایي چې "هر یو ګډونوال په اوربند ټینګار کوي".

XS
SM
MD
LG