د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د نورو نظامي سلاکارانو په استولو غور کوي


متحده ایالات ښایي د اوکراین په پایتخت کیف کې خپل سفارت ته اضافي نظامي سلاکاران واستوي چې د هغه هیواد حکومت او پوځ ته سلا مشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګان ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر دوشنبه اپریل ۲۲ ( غوایي درې) امریکا غږ ته وویل چې دا سرتیري به محاربوي نقش ونلري.

جنرال رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي د دفاع وزارت په اوکراین کې د امنیتي وضعیت بدلیدو سره سم د خپل حضور په هکله ارزونې کړي او پدې پریکړه شوې چې په کیف کې د متحده ایالاتو سفارت د دفاعي همکارۍ څانګې ته اضافي نظامي سلاکاران واستول شوي چې چارې یې پراخې شي.

په عین حال کې د دفاع وزارت دوو نورو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د نظامي سلاکارانو استولو پلان لا نهایي شوی ندی او دا یې هم وویل چې په کیف کې د امریکا سفارت اړتیاوو ته په کتو به د سلاکارانو شمیر هم وخت نا وخته ادل بدل کیږي.

یوې بلې سرچینې بیا چې د موضوع په هکله معلومات لري، امریکا غږ ته ویلي چې د دفاع وزارت ښایي د شلو په شاوخوا کې سرتیري اوکراین ته د نظامي سلاکارانو په توګه واستوي.

د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې دا نظامي سلاکاران به د لوژستیک، حفظ مراقبت، مخابراتو او د وسایلو ساتنې په ماموریتونو کې د سلاکارانو په توګه کار کوي.

پنټګان وایي چې د دفاعي همکارۍ دفتر په کیف کې د متحده ایالاتو د سفارت په چوکاټ کې د سفیر تر امر لاندې کار کوي او هلته په ګڼ شمیر حمایوي او د سلا مشورې ورکولو په ماموریتونو کې دندې پر مخ وړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت داسې مهال اوکراین ته د اضافي نظامي سلاکارانو په استولو غور کوي چې د استازو مجلس تیره اوونۍ د اوکراین لپاره د ۶۱ ملیارد ډالرو مرستې لایحه منظوره کړه.

د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیود روانې اپریل میاشتې په شلمې نیټې د اوکراین، اسرائیل او تایوان لپاره د ۹۵ ملیاردو ډالرو بهرنیو مرستو لایحه منظوره کړه چې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو یې ملاتړ کړی.

په دې لایحې کې تر ټولو ډیرې پیسې اوکراین ته بیلې شوې چې د روسیې د یرغل په مقابل کې جنګیږي او جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي او د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو څو ځله د کانګرس څخه د دې مرستو منظورولو غوښتنه کړې وه.

په لایحې کې د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده، اسرائیل ته ۲۶ میلیارده چې د غزې په شمول د جګړې په سیمو کې د ملکیانو سره بشري مرستې هم پکې شاملې دي او د هند – آرام سمندر د سیمې لپاره ۸ میلیارد ډالر بیل شویدي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دلایحې تر منظوریدو وروسته وویل چې د استازو مجلس دواړو ګوندونو د دې لایحې په منظوریدو سره نړۍ ته د متحده ایالاتو د رهبرۍ قوت ښودلو په خاطر ښکاره پیغام ورکړ.

ښاغلي بایډن همدارنګه وویل چې د ملي امنیت دې لایحې منظوریدو لپاره یې د څو میاشتو راهیسې کار کړی و.

د جمهور رئیس په اعلامیې کې ویل شوي: " زه له سنا هم په ټینګه غواړم چې ژر دا لایحه زما تر میز پورې را ورسوي چې لاسلیک او په قانون بدله کړم او مونږ وکړی شو چې ژر تر ژره وسلې او مهمات اوکراین ته واستوو چې د جګړې په ډګر کې د هغوي اړتیاوې پوره شي."

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي هم د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو څخه ددې لایحې منظوریدو په خاطر مننه کړې.

ښاغلي زیلینسکي په یوې اعلامیې کې چې د اکس په شبکې کې یې خپره کړې په ځانګړې توګه د استازو مجلس مشر مایک جانسن څخه مننه کړې او لیکلي یې دي چې پدې پریکړې سره یې " تاریخ سم لوري خوا ته سوق کړ".

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا اوکراین، اسرائیل او تایوان ته په نظامي مرستو ورکولو سره "په ټولې نړۍ کې کړکیچ پراخوي".

د استازو مجلس مشر مایک جانسن په یوازې توګه د اوکراین سره د نظامي مرستو په لایحې د رایه ګیرۍ سره په لومړي سر کې مخالفت درلود او د جمهور رئیس جو بایډن څخه یې غوښتي و چې تر رایه ګیرۍ وړاندې باید د مکسیکو – متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د غیر قانوني کډوالو د راتګ ستونزه حل کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG