د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وايي د روسیې یو ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه یې وېشتلې ده


عکس: د روسیې Tu-22M3 ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه
عکس: د روسیې Tu-22M3 ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه

اوکراین د جمعې په ورځ، اپریل ۱۹ (وري ۳۱مه) وویل چې پر دغه هیواد د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د کروز توغندي پر مټ د مسکو یو ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه نسکوره کړې ده.

د اوکراین پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي: "د لومړي ځل لپاره د اوکراین هوايي ځواک د الوتکو ضد توغندیو ډلګیو د اوکراین د استخباراتو په همکارۍ، د روسیې د اوږد واټن یو Tu-22M3 ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه وویشتله."

بلخوا روسي چارواکو ویلي، دغه الوتکه خپلې اډې ته د ستنېدو پر مهال د "سټاوروپول" په جنوبي سیمه کې ولوېده او لږترلږه د عملې یو غړی یې ووژل شو.

همدارنګه د روسیې دولتي اژانس "تاس" د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د هوايي ځواکونو یو Tu-22M3 ډوله بم غورځونکې الوتکه د پوځي ماموریت له ترسره کولو وروسته ولویدله. په خبر کې ویل شوي، چې ددغه الوتکې پیلوټ له پیښې څخه د پاراشوټ پر مټ روغ وتې دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پدې اړوند د ټیلګرام په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي دي، چې په یادې پیښه کې د دغې الوتکې د عملې یو غړی په "سټاوروپول" سیمه کې خپل ژوند بایللی دی. په پیغام کې همدارنګه راغلي، چې دوه تنه نور د درملنې لپاره ځايي روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او د عملې د څلورم کس لټون دوام لري.

"سټاوروپول" د روسیې په شمالي قفقاز د کریمیا ټاپووزمې په ختیځ کې موقعیت لري. دغه سیمه پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د ګڼو بریدونو شاهده ده.

د دې سیمې والي ویلي، چې یاده الوتکه د کریمیا ختیځ په ۴۰۰ کیلومترۍ کې د "کراسنوګواردسکي" په سیمه کې غورځېدلې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي دي چې د روسیې دغه ستراټیژیک بم غورځونکې الوتکه د اوکراین له پولې څخه ۳۰۰ کیلومتره لیرې د روسیې په هوايي حریم کې تر برید لاندې راغله چې په پایله کې د "سټاوروپول" سیمه کې ولویده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG