د لاس رسي وړ اتصالات

د فیلیپین ساحلي ګارد په لومړي ځل د امریکا سره کډ پوځي تمرینات کوي


دا لومړی ځل دی چې د فیلیپین ساحلي ګارد له امریکایي ځواکونو سر ګډ تمرین کوي.
دا لومړی ځل دی چې د فیلیپین ساحلي ګارد له امریکایي ځواکونو سر ګډ تمرین کوي.

د فیلیپین ساحلي ګارد د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (حمل۳۰) وویل چې ځواکونه به یې په لومړي ځل د امریکا سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د فیلیپین چارواکي وايي چې د را روانې دوشنبې په ورځ په دغو پیل کېدونکو پوځي‌ تمریناتو کې به د دواړو هېوادونو ۱۶۷۰۰ ځواکونه برخه ولري. دا پوځي تمرینات به د جنوبي چین سمندر او تایوان احتمالي څنډو ته نژدې کېږي.

د فیلیپین د ساحلي ګارد ویاند ارماندو بالیلو وویل چې دا به لومړی ځل وي‌ چې د فیلیپین بېړۍ به له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه تمرین وکړي. ویاند وویل چې په دغه تمرین کې به د شپږو بېړیو تر څنګ څلور ۴۴-میتره اوږدې کښتۍ، چې متفاوتې ځوابي دندې لري، او دوې اوږدې بېړۍ هم برخه ولري.

د فیلیپین ساحلي‌ ګارد به همدغه راز د دغه هېواد له سمندري ځوکونو او د هغوی د استرالیايي، فرانسوي ‌او امریکايي ایتلافیانو سره «د ګډو همکاریو تمرینات» هم وکړي.

د دغه هېواد ساحلي ګارد چې په ځانګړو اقتصادي سیمو کې ګزمې کوي او د جنوبي چین سمندر کې لېرو پرتو پوستو ته انتقالات کوي، د چین ساحلي ګارد او نورې کښتۍ تورنې کړې چې د دوی د کښتیو مخه نیسي.

د فرانسې خبري‌ اژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې په دې وروستیو کې د فیلیپین او چین د ساحلي ګارد ترمنځ ځینې کوچني ټکرونه شوي چې د داسې لویې شخړې اندېښنه یې پیدا کړې ده چې متحده ایالتونه او نور ایتلافیان په کې دخېل کولای شي. همدغه راز په ځینو نورو پېښو کې د چین ساحلي ګارد ډزې کړې چې د فیلیپین د کښتیو ځینې کسان یې ژوبل کړي دي.

بیجینګ د جنوبي چین سمندر کې د اوبو د ټولې لارې د مالکیت ادعا لري او د ټایوان ټاپو هم خپله برخه بولي. د فیلیپین په ګډون نور هېوادونه بیا د دغه سمندر په ځینو برخو باند د مالکیت دعوه لري.

امریکا دغلته د هېڅ ډول مالکیت ادعا نه لري، خو په دوامداره توګه په دغو اوبو کې ګزمې کوي. متحده ایالتونه د فیلیپین په ګډون په سیمه کې د خپلو ایتلافیانو سره روابط پراخ کړي دي او د چین د نفوذ کنترول غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG