د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او فلیپین ګډ پوځي تمرینات پیل کړل


د بالیکاتان ګډ پوځي تمرینات
د بالیکاتان ګډ پوځي تمرینات

په زرګونو امریکايي او فلیپیني پوځیانو د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په فلیپین کې ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې پیل کړل چې په سیمه کې د چین زیاتیدونکي فشار د جګړې رامنځته کېدو وېره زیاته کړې ده.

د "بالیکاتان" په نوم کلني پوځي تمرینات، چې په فلیپیني ژبه کې "اوږه په اوږه" معنا لري، د فلیپین په شمالي او لویدیځو برخو تمرکز کوي چې د جنوبي چین د سمندر او تایوان څنډو ته نږدې دي.

چین د جنوبي چین سمندر د ټولو برخو د ملکیت ادعا کوي، چې د نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه لار ده. بیجینګ ددې ترڅنګ د تایوان خپلواک ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي.

د فلیپین په پایتخت مانیلا کې د پوځي تمریناتو د پیل په مراسمو کې، د اسیا - ارام سمندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان ډګرجنرال ویلیم جورني وویل: "موږ به د فلیپین او نړۍ خلکو ته وښیو چې موږ پیاوړي شوي یو او موږ به روان بهیر ته ادامه ورکړو... زموږ له پیاوړتیا سره فلیپین نور هم پیاوړی او خوندي کیږي."

د فلیپین په پایتخت مانیلا کې د امریکا سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیل مراسم
د فلیپین په پایتخت مانیلا کې د امریکا سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیل مراسم

د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په ځواب کې، متحده ایالات هڅه کوي د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د فلیپین په ګډون د هیوادونو سره خپل تړون پیاوړی کړي.

د فلیپین ولسمشر فرډینند مارکوس په ۲۰۲۲ کې د خپلې دندې له پیل کولو راهیسې له متحده ایالاتو سره دفاعي همکارۍ پیاوړې کړې دي.

که څه هم فلیپین د وسلو لرلو په برخه کمزوری بلل کیږيدی، خو د جنوبي چین سمندر او تایوان سره د نږدېوالي له کبله، د چین سره د شخړې په صورت کې ورته د متحده ایالاتو د کلیدي شریک په سترګه کتل کیږي.

د فلیپین جنرال مایکل لوجیکو د ګډو تمریناتو له پیل وړاندې خبریالانو ته وویل: "د وسله والو ځواکونو او زموږ د شتون هدف، په حقیقت کې د جګړې لپاره چمتووالی دی... په دې کې د شک ځای نشته که چمتو نه شو، دا زموږ هیواد ته تاوان دی."

د فلیپین ساحل ساتونکي په داسې حال کې له امریکا سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه اخلي چې د چین له ساحلي ځواکونو سره په دې وروستیو کې څو ځله مخامخ شوي او ترمنځ یې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

په دې ګډو تمریناتو کې، پوځیان د فلیپین د پالوان ولایت د یو ټاپو د قبضه کولو تمرین کوي. دا ټاپو د جنوبي چین سمندر کې د سپراتلي ټاپوګانو ته څېرمه پروت دی چې د ملکیت پر سر یې د چین او سیمې د هېوادونو ترمنځ مخالفتونه موجود دي.

ټاکل شوې ده چې دا ډول ګډ تمرینات د فلیپین په شمالي ولایتونو کاګیان او باتانیس کې هم ترسره شي چې دواړه له تایوان څخه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره فاصله لري.

متحده ایالاتو په دې تمریناتو کې د ګډون دپاره خپل اس.ام-۶ ډوله د لنډ واټن توغندي په فلیپین کې ځای په ځای کړي، خو جنرال لوجیکو وویل چې وسلې به په تمرینونو کې ونه کارول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت متحده ایالتونه د "پوځي مقابلې" په پارولو تورن کړي، او فلیپین ته یې خبرداری ورکړی چې "د غلطې لارې له غوره کولو څخه ډډه وکړي."

'خوندي نړیواله ټولنه'

د بالیکاتان په ګډو پوځي تمریناتو کې، چې ټاکل شوې د مۍ تر ۱۰مې دوام وکړي، د متحده ایالاتو شاوخوا ۱۱۰۰۰ پوځیان، ۵۰۰۰ فلیپیني پوځیان او همدا راز د استرالیا او فرانسې پوځي پرسونل برخه لري.

فرانسه چې د لومړي ځل لپاره په بالیکاتان کې ګډون کوي، یوه جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې چې د فلیپین او امریکا له کښتیو سره ګډ تمرین کې برخه واخلي.

د اسیا او اروپا ۱۴هیوادونه د څارونکو په توګه په دغو تمریناتو کې ګډون لري. لوجیکو وویل چې سږکال به په لومړي ځل د بالیکاتان تمرینونه د فلیپین د ساحل د ۲۲ کیلومترو ورهاخوا په سمندر کې وغځول شي.

د فلیپین د پوځ مشر جنرال رومیو براونر وویل، بالیکاتان "زموږ لپاره یو مهم فرصت دی چې له ملګرو، شریکانو او متحدینو سره خپلې همکارۍ ژورې کړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې خوندي نړیوالې ټولنې په یقیني کولو کې مهم رول لوبوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG