د لاس رسي وړ اتصالات

روغ ماشومان څنګه د پولیو په ویروس اخته کیږي؟


افغانستان کې د پولیو کمپاین
افغانستان کې د پولیو کمپاین

یو شمېر روغتیاپالان وایي په هغو سیمو کې چې ماشومان په کې ګوزڼ اخته شوي او یا یې د ساحې نمونې مثبتې دي، دا ویروس په بېلابېلو لارو روغو ماشومانو ته لېږدول کېږي.

د دوی په وینا، دا ویروس د خاورې، اوبو، ډیراني سرې، هوا، سبزیجاتو او میوو له لارې په اسانۍ سره لیږدول کیږي او روغ ماشومان یې له خوړلو وروسته پرې اخته کیږي.

د ډاکټرانو په وینا د پولیو ویروس په ازاده هوا کې د غایطه موادو له لارې خپریږي او د نورو ماشومانو بدن ته د ننوتو سره سم خپل فعالیت پیلوي.

د ننګرهار اوسېدوونکی او روغتیاپال، ډاګټر ملنګ وزیري د امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وویل: "د پولیو ویروس د غایطه موادو او هاضمې سیستم له لارې انتقاليږي، په دې معنی چې کله په ویروس د اخته کس غایطه مواد له بدن څخه ووځي نو بل کس بیا په ویرس د ککړو خوړو په خوړلو اخته کيږي."

نوموړي زیاته کړه، په هغو ساحو کې چې حفظ الصحه نه مراعت کيږي او خلک رفع حاجت په ازاده فضا کې کوي، دا ویروس په خاوره کې ګډېږي او بیا سبزیو ته انتقاليږي.

د هغه په وینا، دغه ویروس په ډېرانونو کې هم موجود وي، کله چې دهقانان پټیو کې ډېران د سرې په توګه اچوي، نو له دې لارې هم سبزي جات ککړيږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، یاد ویروس په لنډه موده کې د روغو ماشومانو په وجود کې ژوندی کېږي او بېرته په فعالیت پیل کوي چې بیا په کمه موده کې تر دې بریده رسېږي چې ماشومان د خپل اغېز لاندې راوړي او د ګوزڼ په لاعلاجه ناروغۍ یې اخته کوي، چې بیا یې هیڅکله د رغېدلو امکان نه وي.

د ننګرهار يو بل اوسېدونکى ډاکټر ربيع ګل وايي: "دا ویروس د باد او حشرو په واسطه له يوه ځايه بل ته ليږدول کېږي او په سبزيجاتو کې غورځېږي، او کله چې نور ماشومان دغه سبزیجات او مېوې وخوري، هغوى ته انتقالیږي او هلته وده کوي، چې وروسته بیا دا ماشومان په پولیو اخته کیږي."

د یادو روغتیاپالانو له قوله، کله چې د پولیو ویروس د سبزیجاتو او میوو له لارې روغو ماشومانو ته انتقال شي، لومړی یې دماغي سیسټم اغیزمن کوي او بیا یې د بدن نورې غړي یو په بل پسې فلج کیږي او د تل لپاره د ټولنې د اوږو بار کیږي.

همدارنګه روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې په هغو سیمو کې چې ویروس شتون لري، خلک باید سبزیجات او میوې له خوړلو مخکې ښه ومینځي ترڅو ویروس په بشپړه توګه له ککړتیا څخه پاک شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG