د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې نا امني د پولیو واکسین پر وړاندې ستر خڼد دی


په روان کال کې د ګوزن له ۴۰ پیښو څخه دوه یې په فراه ولایت کې ثبت شوي دي
په روان کال کې د ګوزن له ۴۰ پیښو څخه دوه یې په فراه ولایت کې ثبت شوي دي

د فراه ولایت یو شمېر مدني فعالین وایي، چې اوس مهال د دې ولایت په ډیرو سیمو کې د کورنېو مشران د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په اهمیت پوه شوي او له روغتیایي کارکونکو غواړي چې د واکسین کمپاینونه په سمه توګه تطبیق کړي.

د فراه د مدني ټولنې یو تن فعال او د پوهنتون استاد، نقیب الله نیکمل وايي، ټولو هغو لرې پرتو سیمو ته چې هلته تر پنځو کلونو ښکته ماشومان ژوند کوي، باید د ګوزڼ واکسین په سمه توګه ور ورسیږي.

ښاغلی نیکمل زیاتوي: "... خلک د پولیو واکسین سره مخالفت نلري، ډیر کم خلک موندلی شو چې لا تر اوسه د پولیو واکسین په ګټه او اهمیت نه وي پوهېدلي، خو اړونده چارواکي باید هڅه وکړي چې پولیو واکسین ته په لوېه کچه پوښښ ورکړي ترڅو ټولې سېمې تر پوښښ لاندې راشي".

دا پداسې حال کې دي چې د فراه اړونده سېمه ییز چارواکي بیا امنیتي ګواښونه د پولیو واکسین کمپاېنونو پر وړاندې ستر خنډ ګني.

د فراه د عامې روغتیا سرپرست عبدالجبار شایق وايي: "په هغه سېمو کې چې د پولیو واکسین کور په کور کمپاینونو مخه نېول شوی، طبیعي خبره ده چې هلته ماشومان یا د پولیو واکسین څخه بی برخې پاتې شوي او یا د پولیو د پېښو ثبتېدو او یا هم زیاتوالې ویره شتون لري. دا خبره جوته ده چې د پولیو واکسین تطبیق ټولو ماشومانو ته یوازې په روغتیايي مرکزونو کې امکان نلري".

بلخوا د دې ولایت عام وګړي وایي، له مشرانو، دیني عالمانو او روغتیایي کارکونکو څخه یې د ګوزڼ ناروغۍ د خطرونو او د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړې دي.

د فراه ولایت یو تن خیاط عبدالهادې وایي: "ما هم ډیر اورېدلي چې ګوزڼ ناروغې درملنه نلري، خو زموږ مشران، دیني عالمان، ډاګټران او نور پوه خلک وايي چې پولیو واکسین حرام ندی، بلکه حلال دی او د ګوزڼ ناروغۍ مخنېوی کوي. نو اړینه ده چې هر ځل د پولیو واکسین کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کوونکو ته ور ولو".

د کرونا اوبا خپرېدو سره د پولیو واکسین کمپاینونه هم د څو میاشتو لپاره وځنډول شول، چې دې ستونزې هم د ماشومانو د ګوزڼ زیاتيدو ویره ډیره کړې ده.

په روان کال کې د ګوزن له ۴۰ پیښو څخه دوه یې په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG