د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۵۶ ته ورسېد


هلمند کي د پولیو د پېښو شمېر ۱۶ ته ورسېد
هلمند کي د پولیو د پېښو شمېر ۱۶ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتيا چارواکي وایي، چې په هلمند ولايت کې د ناامنیو له کبله دوه تازه پېښې ثبت شوي چې دې سره په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۵۶ ته ورسېد.

په جنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ پرضد د بېړنیو اقداماتو د مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل، چې په هلمند ولایت کې د ګوزڼ ېوه پېشه په واشېر او دوهمه په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي پخلا وویل: "... د هلمند ولایت په دې دواړو ناامنو ولسوالیو کې له څه باندې دو کلونو راهیسې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کمپاین نه دې تطبیق شوی، چې له امله ېې په زرګونه د هدف وړ ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي".

نوموړي زیاته کړه چې په واشېر ولسوالۍ کې د پنځو میاشتو ماشومه انجلۍ او په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۸ میاشتنی هلک ګوزڼ وهلي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې (یونېسف) د واکسین د پروګرام مسوولین په جنوب کې د ګوزڼ د پېښو له زیات والي څخه سخته اندیښنه لري.

د یونېسف د پروګرام ویاند سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل چې د ګوزڼ نوې پېښې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ته خطر پېښوي.

نوموړي وویل: "... ټولنه باید یاد ګواښ جدي وګڼي او تر هر ماشوم پورې د ګوزڼ ضد واکسین په رسولو کې مرسته وکړي، ځکه یوازې واکسین کولی شي ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ څخه خوندي کړي".

هلمند ولایت کې ټولټال ۸۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو څخه کم دي د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي.

روغتیايي مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې له تیرو ۳۰ میاشتو راهیسې په لوړ شمېر کې ماشومانو ته واکسین ندې رسېدلی.

روغتیايي چارواکي وايي، چې د هلمند ولایت په کچه ېوازې د مرکز لښکرګاه او څو محدودو سیمو اوسېدونکو نږدې دوه لکه ماشومانو ته واکسین رسېږي او څه باندې شپږ لکه نور ماشومان په دوامداره ټوګه له واکسین څخه پاتې شوي دي.

د دوه نویو پېښو ثبت سره، په جنوبي حوزه کې د ګوزڼ ټولټال شمېر ۳۸ او په ټول هیواد کې دا شمېر ۵۶ ته رسېدلی.

په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ له پېښو څخه یې ۱۶ په هلمند، ۱۴ کندهار، څلور اروزګان، درې زابل او یوه پېښه هم په نیمروز ولایت کې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG