د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ځوانان د ګوزڼ ضد مبارزه خپل مسؤلیت ګڼي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کندز ځوانان وایي د ماشومانو په سلامتیا او روغتیا کې د مور او پلار او کورنۍ ښه پاملرنه اساسی رول لري.

ځوانان وايي کله چې ګوزڼ وهلي ځوانان وویني، نو شکر کاږي او له خپلې کورنۍ څخه مننه کوي چې په ماشومتوب کې یې د دوی روغتیا ته پاملرنه کړې او په وخت سره یې د پولیو پر ضد واکسین کړي دي.

روغتیا پالان وايي چې د نورو ټولو واکسینونو تر څنګ ماشومانو ته باید د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړ شي ترڅو په راتلونکي کې سالم، پیاوړی او خوشحاله ژوند ولري.

د کندز یو ځوان، عبدالمالک نظیف وايي چې په دې خوشحاله دی چې کورنۍ یې ورته د پولیو د واکسینو تر څنګ ټول واکسینونه تطبیق کړي.

هغه وویل: "... زه اوس محصل یم، له خپلې کورنۍ څخه مننه کوم چې په ماشومتوب کې یې ماته واکسینونه کړي دي او له هر ډول ناروغیو یې ساتلی یم... نن چې زه د یو سالم انسان په څیر په ټولنه کې ژوند کوم دا زما د کورنۍ احسان دی چې پر ما یې کړی".

عبدالبصیر رشیدي، چې به کندز کې ډاکتر دی وايي چې ځوانان د ټولنې یو ډیر مهم قشر جوړوي، چې که د استعداد څخه یې سالمه ګټه پورته شي نو د هیواد په آبادۍ، سوکالۍ او پرمختیا کې به رغنده رول ولوبوي.

هغه وویل: "... ځینې کورنۍ د اولادونو مسؤلیت ته ډیره پاملرنه کوي، خو بیا ځینې نور یې د ماشومانو پر وړاندې بې تفاوته پاتې کیږي".

ډاکتر رشیدي زیاته کړه، هغه کورنۍ چې اولادونو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي، دوی د سالمې کورنۍ د جوړیدو هیله لري، خو له بده مرغه بیا ځینې کورنۍ خپلو اولادونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او حتا خپلو اولادونو ته د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین هم نه ورکوي.

کندز کې د کتلوي معافیت مسؤل، ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې دوی د عامه پوهاوي لپاره جدي هڅې پیل کړي او په دې ډګر کې د ځوانانو مرستې ته هم اړتیا لري.

هغه وايي: "... د عامه پوهاوي پروګرامونه په سیمه ایزه او ملي کچه دوام لري، د یونیسف او عامې روغتیا وزارت لخوا په دوه ولسوالیو کې د عامه پوهاوي لپاره رضا کاران لرو چې خلکو ته پوهاوی ورکوي."

د داکټر عطايي په وینا، د یونیسف لخوا محلي راډیوګانو او ټلویزیونونو سره هم خبرې شوي او په دې هکله کار دوام لري.

نوموړی زیاتوي، مونږ ځوانانو ته اړتیا لرو چې کورنیو ته د ګوزڼ په هکله پیغامونه ورسوي ترڅو خپلو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي چې د ټول عمر لپاره له ګوزڼ څخه په امان شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG