د لاس رسي وړ اتصالات

په ګوزڼ د اخته ماشوم پلار خلکو ته د واکسینو په اړه عامه پوهاوی کوي


آرشیف
آرشیف

معلم بشیر احمد د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دوه کاله مخکې یې اته میاشتنی زوی په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو.

هغه وایي: "زه یو ښوونکی یم او په دې ښه پوهېږم چې خپل ماشومان باید واکسین کړم، خو زما یو خپلوان چې ایران څخه وطن ته بیرته راستون شوی و، دوه اولادونه یې په ګوزڼ اخته شول".

نوموړي زیاته کړه، د دوی سره په یو کور کې د اوسېدو له کبله یې زوی هم په فلج اخته شو چې بیا وروسته ډاکټرانو وویل چې د ګوزڼ د دغو دواړو پېښو ریشه له ایران سره تړاو لري.

بشیر احمد وايي چې کورنۍ دې د خپلو اولادونو واکسین کولو ته ډېر پام وکړي، ځکه یوه وړه بې غوري هم کولای شي چې په کور کې ماشوم یا ماشومان په فلج اخته کړي او بیا به یې لکه د ده په څېر ټول عمر د اوږو بار وي.

په ګوزڼ د اخته ماشوم پلار خلکو ته د واکسینو په اړه عامه پوهاوی کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

هغه زیاته کړه:" دغه زما ماشوم ته دې ګوري نو، زموږ فامیل دولس غړي لري او د دغه یو ماشوم لپاره ټول نا آرامه وي نو هڅه وکړئ چې خپل ماشومان واکسین کړئ."

هغه زیاتوي چې په ښوونځي او کور کلي کې خلکو ته د واکسینو په اړه عامه پوهاوی کوي او د خپل زوی په بد سرنوشت یې هم پوهوي.

دیني عالم مولوي حبیب الله جلال آبادی وايي له دیني اړخه د واکسینو کول جایز دي او هیڅ ستونزه نه لري، د هغه په وینا که هر څوک پکې شک لري نو دوی به قناعت وکړي.

مولوي حبیب الله جلال آبادی زیاته کړه: "... ګورئ، د دنیا مشهورو دیني عالمانو واکسین روا بللی دی او که څوک دغسې کوم دلیل لري نو را دې شي چې موږ ور سره بحث وکړو. ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي."

که څه هم له دې وړاندې په ډېرو سیمو کې وسله والو طالبانو هم د پولیو ضد کور به کور واکسین کولو ته اجازه نه ورکوله، خو طالبانو هم اعلان کړی دی چې د پولیو واکسینو په اړخ کې به له رضاکارانو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG