د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د پولیو واکسین په هکله اندېښنې


د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۴۰ مثبتې پیښې ثبت شوي
د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۴۰ مثبتې پیښې ثبت شوي

د کونړ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پر وړاندې اوس هم خنډونه شته او په تېر فرعي کمپاین کې ۴۰ زره ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو بې برخی پاتې شوي دي.

د کونړ د روغتیا رئیس ډاکټر عزیز ساپي امریکا غږ ته وویل چې پولیو واکسین تېر فرعي کمپاین بریالی و او ټولو ولسوالیو کې ماشومانو ته واکسین رسېدلی، خو د حکومت د مخالفو ډلو او د ځینو کورنیو د مخالفت له امله تر ۴۰ زره ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي دي.

هغه وویل: "کونړ کې تېر کمپاین بریالی و، مګر ځینو سیمو کې ستونزې وې چې ۴۰ زره ماشومان له واکسینو پاتې شول، دا د اندېښنې وړ مسله ده چې که خدای مه کړه د پولیو کومه پېښه پیدا شي نو ډېر نور هم ځان سره اخته کولی شي."

د کونړ ولایت د روغتیا رئیس دا هم وویل، چې د کروناویروس د قرنطین په موده کې چې د پولیو واکسین کمپاینونه نه تر سره کیدل، نو دوی اندېښمن وو چې هسې نه په ماشومانو کې د پولیو پېښې را مینځته شي، خو تر اوسه پدې ولایت کې دغه ستونزه نشته.

نوموړي زیاته کړه: "زمونږ مبلغینو به په ولسوالیو او کلیو کې د کرونا سره سره د پولیو لپاره هم عامه پوهاوی کاوه او دا هغه څه وو چې خلک یې د خپلو ماشومانو واکسین کولو ته متوجه کړل."

خو کونړ کې ځینې عام خلک وايي، چې د پولیو له واکسین څخه د پاتې ماشومانو شمېره له ۴۰ زره څخه زیاته ده. دوی زیاتوي، چې په ډېرو سیمو کې طالبان د واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د مرکز اسدآباد اوسېدونکی محمد اکبر امریکا غږ ته وویل: "پخوا به کلیو او بانډو ته واکسین رسېدل خو اوس نه رسېږي او باید حکومت او د سیمې مشران لاس پکار شي چې واکسینو ته اجازه ورکړل شي."

خو روغتیايي چارواکي وايي چې هڅه کوي د قومي مشرانو له لارې د پاتې شویو ماشومانو لپاره د واکسینو رسولو لاره چاره برابره کړي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمېر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG