د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې بهرنیو جنګیالیو ځای پرځای کیدو د سیمه ایزو چارواکو اندیښنې


طالبانو په زابل کې د داعش د ډلې د جنګیالیو شتون رد کړی خو د القاعدې د ډلې د وسله والو شتون په اړه یې څه نه دي ویلي
طالبانو په زابل کې د داعش د ډلې د جنګیالیو شتون رد کړی خو د القاعدې د ډلې د وسله والو شتون په اړه یې څه نه دي ویلي

د زابل ولایت سیمه ایزو امنیتي او د ولایتي شورا چارواکو د دغه ولایت په یو شمیر غرنیو سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش او د القاعدې ډلې پورې د تړلو بهرنیو جنګیالیو پر ځای په ځای کیدو اندیښنه ښودلې ده.

د زابل ولسي استازي وايي چي پدې ولایت کې تازه په لوړ شمېر کې بهرني تروریستي ډلي ځای پر ځای شوي چي ممکن د ټول افغانستان لپاره یو ستر ګواښ رامنځ ته کړي .

د زابل د ولایتي شورا ریس حاجي عطاجان حقبیان له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چي د زابل په پنځو ولسوالیو کې د داعش او القاعده جنګیالي پراخ حضور لري .

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې د داعش او نورو بهرنیو وسله ولو ډلو جنګیالي دغه ولایت ته ځانونو لپاره د امن او یوې خوندې سیمې په توګه ګوري او په ځینو سیمو کې یې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د زابل ولایت په شمال کې میزانه ، ارغنداب ، دای چوپان او خاک افغان او په جنوب ختیځ کې د ډیورنډ خط ته نږدې د نوبهار ولسوالۍ هغه سیمې دي چې دولتي حاکمیت په کښې کم رنګه او د مرکزي افغانستان په ګډون ګڼو نورو لایتونو ته د تګ را تګ خوندې غرنی لارې لري .

د زابل د ولایتي شورا رئیس وايي چې که د بهرنیو وسله والو پر ضد نظامي عملیات ونه شي، نو ممکن په نږدې راتلونکي کې دا جنګیالي د ټول افغانستان د امنیت لپاره په یوه ستر ګواښ بدل شي .

ښاغلي حقبیان وویل " د دوی ډیره توجه د زابل شمالي ولسوالیو ته ده او هلته ځای پر ځای کیږي او د نوبهار ولسوالۍ څخه د تګ راتګ د یوې لارې په توګه کار اخلي. تازه درې سوه کورنۍ بهرني وسله وال راغلي او افغان طالبانو دوی ته د زابل په شمال کې ډیري سیمي پرې اېښي دي، له دې څخه ټول افغانان په اندېښنه کې دي او تر بل هر چاه د زابل د ولسونو تشویش له دې څخه ډیر زیات دی، موږ پر مرکزي حکومت باندې ږغ کوو چې دې ته پام وکړي او مخکې چې مو اندېښنې ورسره شریکي کړې وې کومه پاملرنه يې ورته نده کړې" .

د زابل امنیتي مقامات هم د بهرنیو وسله والو د حضور خبره مني خو وايي چې تر اوسه دغو وسله والو کوم تخریبي عمل ندی تر سره کړی .

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال میرویس نورزي امریکاغږ ته وويل چې شپږ میاشتې مخکې د ډیورنډ کرښې له پورې خوا څخه د زابل شمالي ولسوالیو ته دالقاعدې اړوند بهرني وسله وال راغلي او دامهال د پټن ځایونو په جوړولو باندې اخته دي.

مل پاسوال نورزي وویل " شپږ میاشتې مخکې دا وسله وال په زابل کې پیدا شوي ځايي خلکو ته يې ويلي چې موږ داعش نه یو موږ القاعده یو اوس خارجي وسله وال شته هم په دایچوپان کې هم په خاک افغان او د ارغنداب په ولسوالیو کې، هلته دوی د سوق یوه اداره جوړه کړې او دغه وسله وال چې په داعش او القاعده پورې اړه لري تر اوسه يې کوم عکس العمل ندی ښودلی ".

په جنوبي ولایتونو کې د رواني اونۍ په پيل کې د شفق ۲ په نوم پوځي عملیات پيل شوي خو ډيره پاملرنه د ارزګان د مرکز ترینکوټ په ګډون هغو مرکزي سیمو او نښلونکو لارو ته ده چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو شاهدې سیمې وې .

د زابل یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې پدې ولایت کې دوه ورځې مخکې د قاطع ماموریت تر قوماندې لاندې ځانګړي امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شوي چې ممکن د ماموریت مهمه برخه يې د بهرنیو وسله والو پر ضد په هوايي عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وي.

طالبانو د زابل په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ځای پرځای کیدلو په باب د افغان امنیتي ځواکونو څرګندونې ناسمي بللي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې داعش وسله وال په زابل کې نشته دی.

خو طالبانو په دغه ولایت کې د القاعدې د وسله والو د ځای پرځای کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG