د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د خوست نړیوال هوايي ډګر رسمآ پرانیست


ولسمشر غني د خوست نړیوال هوايي ډګر پرانیستلو پرمهال.
ولسمشر غني د خوست نړیوال هوايي ډګر پرانیستلو پرمهال.

د خوست نړیوال هوايي ډګر نن شنبه د جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا رسماً پرانیستل شو.

ولسمشر غني نن شنبه د خوست هوايي ډګر پرانیستلو او د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزولو لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته ولاړ.

ارګ ویلي چې ولسمشر غني د خوست هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې او د دغه ولایت له والي مهمند کټوازي سره تر کتنې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه راغلو مېلمنو سره وکتل او د هغوی هر کلی یې وکړ.

دا د افغانستان پنځم لوی هوايي ډګر دی چې له پرانیستلو سره به یې د خوست او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته په کور دننه او بهر د سفر اسانتیاوي رامنځته شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو په اساس د خوست هوايي ډاګر د جوړېدو چارې نهه کاله مخکې پرانیستل شوې وې چې په پنځو پړاونو کې بشپړې شوې.

د یاد هوايي ډګر ټول لګښت یو میلیارد او ۸۸۱ میلیونه افغانۍ و چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پراختیايي بودجې څخه ورکړل شوي دي.

د خوست نړیوال هوايي ډګر د هوايي ټرافیک د کنټرول لپاره مجهز رادار، کنټرول برجونه او د مسافرو تم ځای یا مجهز ترمینل سر بیره ټول اړین سهولتونه لري.

دغه هوايي ډګر ته په لومړي ځل د تیرې غبرګولې میاشتې پر ۳۱مه له دبۍ څخه خوست ته نړیواله الوتنه تر سره شوه چې خلکو یې پراخ هر کلی وکړ.

XS
SM
MD
LG