د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه خصوصي فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته روانه شوه


د سپېس ایکس شرکت له خوا په خپور شوي دې تصویر کې، سپوږمۍ ته تلونکي فضايي بیړۍ له هغه راکټ څخه د جلا کېدو په وخت کې ښودل کیږي چې په مټ یې فضا ته توغول شوې ده.
د سپېس ایکس شرکت له خوا په خپور شوي دې تصویر کې، سپوږمۍ ته تلونکي فضايي بیړۍ له هغه راکټ څخه د جلا کېدو په وخت کې ښودل کیږي چې په مټ یې فضا ته توغول شوې ده.

د امریکا یوه خصوصي فضايي بیړۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) د فلوریډا د کینیډي فضايي مرکز څخه د سپوږمۍ په لور وتوغول شوه.

دا د یو خصوصي شرکت له لوري سپوږمۍ ته د تګ دوهمه هڅه ده. لومړۍ هڅه د جنوري په میاشت کې ناکامه شوې وه.

د "IM-1" په نوم دا فضايي بیړۍ د ټکزاس ایالت په "اینټوویټیو ماشینز" شرکت پورې اړه لري. ټاکل شوې ده چې دا لومړنی خصوصي شرکت شي چې فضايي بیړۍ یې د سپوږمۍ په سطحه کښیني.

سپوږمۍ ته د تګ د امریکا د اپولو ماموریت پنځه لسیزې وروسته، ټاکل شوې چې دا بیړۍ یو روباټ هم سپوږمۍ ته ولېږدوي.

دا بیړۍ په ځايي وخت د پنجشنبې د سهار په ۱:۰۶ بجو د سپېس ایکس شرکت د فالکن-۹ راکټ په مرسته وتوغول شوه او ټاکل شوې ده چې د فبروري په ۲۲مه د سپوږمۍ د جنوبي قطب په ۳۰۰ کیلومترۍ کې کښیني.

ناسا هڅه کوي چې په سپوږمۍ کې د اوبو لټون وکړي او په راتلونکي کې مریخ ته د تګ په لار کې، سپوږمۍ د تمځای په توګه وکارول شي.

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) په دغه بیړۍ کې سپوږمۍ ته د ساینسي څېړنو د وسایلو د لیږدولو په بدل کې د "اینټوویټیو ماشینز" شرکت ته ۱۱۸ میلیون ډالر ورکړي دي، ترڅو سپوږمۍ ته د ستورمزلو د تګ په وړاندې د ممکنه خطرونو په اړه روڼتیا رامنځته کړي.

ټاکل شوې ده چې دغه ستورمزي له ۲۰۲۶ وروسته سپوږمۍ ته لاړ شي.

وروستی ماموریت د ناسا د هغو هڅو برخه بلل کیږي چې سپوږمۍ ته د وسایلو د لیږدولو چاره خصوصي سکتور ته وسپاري او سپوږمۍ ته د تګ راتګ په برخه کې اقتصادي بازار وده وکړي.

تر اوسه پنځه هېوادونه توانېدلي چې د سپوږمۍ سطحې ته فضايي بیړۍ ورسوي او امریکا یوازنی هېواد دی چې ستورمزلو یې پر سپوږمۍ پل ایښی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG