د لاس رسي وړ اتصالات

افغان معترضو ښځو د "جنسیتي تبعیض" پر وړاندې نړیوال کمپاین پیل کړی


د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو او بشري حقونو یو شمیر بنسټونو، ښځینه فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو د "جنسیت پربنسټ د تبعیض نړیوال کمپاین ترد تبعیضي رژیم د رسمیت پیژندلو پورې" تر نامه لاندې د عدالت غوښتنې یو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

د افغانستان د ښځو د اعتراضي خپلواکو غورځنګونو ائتلاف د یکشنبې په ورځ اپریل اووم ( وري ۱۹) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ددغه حرکت هدف د جنسیت پر بنسټ د تبعیض اړوند کمپاین پراخیدل ښودلي او ویلي دي چې اجازه نه ورکوي چې د ښځو دا مبارزه د " د سړو د اختناق د سیاستونو" له امله کمزورې شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د جنسیت پر بنسټ د تبعیض پر وړاندې نړیوال کمپاین د افغانستان ټولو ښځو او سړو او په نړۍ کې د نابرابرو وګړو کمپاین دی او مونږ معتهدې ښځې یې د پراختیدو او په غیر سیاسي ډول د بریالیتوب پورې په دوامدار ډول د مبارزې له لارې ساتنه کوو".

په اعلامیه کې ویل شوي:" مونږ د افغانستان قرباني شوې میرمنې چې د طالبانو ګولیو او دُرو ته مو خپلې سینې سپر کړي اود ظلم او په ټولنه کې د حذف پر وړاندې ولاړ یو او هغه ایرنۍ ښځې چې د ګمنانو سپاهیانو په څیرد ایران په دننه کې ډلې، ډلې بندیانې او شکنجه کیږي او یا پاکستانۍ ښځې چې د تبعیضي عنعناتو سره لاس او ګریوان دي او استبداي رژیمونه یې حتی د اواز اوچتولو ته اجازه هم نه ورکوي، خولاهم د خپلوله لاسه تللې ازادۍ اود بشري حقونو لپاره په افغانستان، ایران او پاکستان کې مبارزه کوو، پرته له شک څخه هیڅ یو ګټې پورته کوونکي او فرصت طلب فرد ته اجازه نه ورکوو چې ددغو ښځو د مبارزو څخه د خپلو فردي ګټو د تامین لپاره کار واخلي".

دغه ائتلاف په افغانستان کې په تیرو څه باندې دوه نیمو کلنو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو او پالیسیو په خلاف د افغان میرمنو د مبارزو ستاینه کړې او ویلي دي چې د ښځو په خپلسر دغه ټوکیدلو غورځنګونو د طالبانو د جنسیت پربنسټ د تبعیض پر وړاندې د مبارزې ډګر ته راوتې اوافغان میرمنې د طالبانو د ځپلو، نیولواو د اعتراضي غورځنګونو د غړو د نیولو سره سره دغې ډلې ته د تسلیم سر نه دی ټیټ کړی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" دا د ښځو د بې ساري قربانیو پایله ده چې د طالبانود ښځو څپوونکې او تروریستي ډلې واقعي ماهیت یې په نړیوال کچه تر پوښتنې راوستی او حتی د دغې ډلې د نړیوالو ملاتړو لاسونه یې له شا تړلي دي".

ښځو دغه ائتلاف ویلي چې د افغان میرمنو د مبارزو څخه ملاتړ نه یوازې په افغانستان کې د بشري حقونو د پلي کیدو لپاره اړین دی، بلکې په نورو هیوادونو کې هم د هغو ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره ډیر مهم دی چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض سره مخ دي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې له خوا د ښځو پر وړاندې د پرله پسې فشارونو او محدودیتونو سره سره د طالبانو ددغو سیاستونو او پالیسیو سره د مخالفت لپاره د افغان میرمنو یو شمیر خوځښتونو د مخالفت غږ اوچت کړی او په کابل او یو شمیر ولایتونو په ښارونو کې یې لاریونونه او اعتراضي غونډې جوړې کړي دي.

د طالبانو حکومت هم په دغه موده د افغان میرمنو دغه اعتراضونه په سختۍ سره ځپلي او په لسګونو معترضې ښځې یې نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو او ملګروملتونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو دا اقدامات غندلي او د زده کړو او کار په ګډون پرښځو د لګیدلو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنې کړي دي.

خو طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې دا حکومت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د نجونو په تعلیم باندې لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG