د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د روسیې اټومي ځواک د تیارسی په حال کې دی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بري د ملي ورځې په رسم ګذشت کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بري د ملي ورځې په رسم ګذشت کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ مۍ ۹ (غوايي ۲۰) ددغه هېواد د بري د ملي ورځې په رسم ګذشت کې خبرداری ورکړ چې اټومي ځواک یې "تل" د تیارسی په حال کې دی او د لویدیځ هیڅ ګواښ نه زغمي.

پوتین په مسکو کې د رسم ګذشت لپاره راټولو شویو زرګونو سرتیرو ته په خپله وینا کې، په اوکراین کې د خپل پوځ د جګړې ستاینه وکړه او لویدیځ یې په ټوله نړۍ کې د شخړو په رامنځته کولو تورن کړ.

پوتین وویل: "روسیه به د نړیوالې جګړې د مخنیوي لپاره هر څه وکړي، خو په ورته وخت کې به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې موږ ته ګواښ وکړي. زموږ ستراتیژیک ځواکونه تل د تیارسی په حال کې دي."

نوموړي زیاته کړه: "ګرانو دوستانو، روسيه اوس له يو ستونزمن او مهم پړاو څخه تيريږي. زموږ د ټاټوبي برخليک او راتلونکې په موږ ټولو پورې اړه لري."

د می د نهمې رسم ګذشت په دوهمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد په لاس د نازي جرمني د ماتې نمانځنه ده. دا ورځ په روسیه کې عمومي رخصتي وي.

پوتین پخوا هم د اټومي وسلو د استعمالولو په اړه بیانونه خپاره کړي خو د تیر کال راهیسې د نوموړي دغه بیانونه وروسته له هغه زیات شول چې روسیه د اټومي وسلو او ازموینو د کمولو دپاره له متحده ایالاتو سره له یو تړون څخه ووتله.

د دې اونۍ په پیل کې، پوتین د روسیې پوځ ته امر وکړ چې د اوکراین پر پوله اټومي تمرینونه ترسره کړي. د نوموړي دې امر ویره رامنځته کړې چې ښايي په روانې جګړې کې قوي وسلې وکارول شي.

په خپلې وروستۍ وینا کې چې د سه شنبې په ورځ ثبت شوې او نن په مسکو کې له رسم ګذشت وروسته خپره شوې، پوتین ژمنه کړې چې د خپل پوځ وسلې به عصري کړي او ددې د پاره به ټول هغه بهرني وسایل او امکانات وکاروي چې ورته لاسرسی موندلی شي.

هغه د اردو له قوماندانانو سره په خبرو کې وویل: "عصری پوځي ټیکنالوژي په چټکۍ سره بدلیږي. که موږ غواړو بریالي شو، نو باید تل یو ګام مخکې واوسو."

د بیلګورود په شمول د روسیې سرحدي سیمې، پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل راهیسې د اوکرایني ځواکونو له خونړیو بریدونو سره مخامخ دي. د پنجشنبې په ورځ هم په دغه ډول یو هوايي برید کې اته تنه ټپیان شول.

په مسکو کې د رسم ګذشت دپاره ټینګ امنیتي ترتیبات له وړاندې نیول شوي وو. د مارچ په میاشت کې د مسکو د کنسرتونو په یو تالار کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې په برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

د روسیې په لویدیځ کورسک او پسکوف او ځینو نورو برخو کې د امنیتي اندیښنو له کبله رسم ګذشت لغوه شوی و.

د مسکو په رسم ګذشت کې د سرتیرو ګډون د نورو کلونو په پرتله پیکه وو ځکه چې روسیې خپل ډیر سرتیري د اوکراین جګړې ته لیږلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG