د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: اسرئیل او حماس د اوربند موافقې ته ندې نږدې شوي


د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په غزې کې جګړه په پیچلي وضعیت کې دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په غزې کې جګړه په پیچلي وضعیت کې دی.

قطر وایي اسرائیل او حماس د اوربند موافقې ته ندې نږدې شوي چه له مخې به یې په غزې کې جګړه بنده شي او د حماس لخوا به پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي.

قطر چې د متحده ایالاتو او مصر سره په ګډه پدې موافقې کې د منځګړي په توګه برخه لري، سه شنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۲) خبرداری ورکړ چې جګړه په "ډیر پیچلي" حالت کې ده.

دې درې واړو هیوادونو کوښښ کاوه چې د روژې میاشتې تر پیل وړاندې په غزې کې په اوربند موافقه وشي خو دوشنبه روژه داسې مهال پیل شوه چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په تړانګې بمباري وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د اوربند د موافقې په هکله په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ توافق ته نږدې نه یو، معنی دا چې مونږ دواړه خواوې نه وینو چې د موافقي د تطبیق پر سر اوسني اختلاف حل کولو لپاره یو شان نظر ولري".

خو ښاغلي انصاري دا هم وویل چې په خبرو اترو کې ټولې خواوې کوښښ کوي د روژې په میاشت کې یوې موافقې ته ورسیږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته دا ونه ویل چې موافقه به څه وخت کیږي خو پرته له دې چې نور جزیات وړاندې کړي، دا خبردرای یې ورکړ چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ روانه جګړه په "ډیر پیچلي" وضعیت کې ده.

قطر تیر کال د نومبر په میاشت کې د یوې اوونۍ لپاره د اسرائیل – حماس تر منځ په اوربند کې منځګړتوب کړی و چې له مخې یې حماس یو شمیر یرغمل شوي کسان خوشې کړل او په بدل کې په سلګونو فلسطینیان د اسرائیل له زندانونو څخه ازاد شول.

اسرائیل باور لري چې تر اوسه ۹۹ کسان له حماس سره یرغمل پاتې دي او ۳۱ تنه یې وژل شوي دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۱۴۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې ولسي وګړي وو. اسرائیلي مقامات همداشان ادعا کوي چې د حماس جنګیالیو پر اسرائیل د برید په ترڅ کې څه باندې ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې روغتیايي مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په غزه کې څه دپاسه ۳۱۱۱۲ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې د ۲،۴ میلیونو وګړو له ډلې ۲،۲ میلیونه وګړي د قحطۍ په لیکه ولاړ دي او د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG