د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ولایت کې یو بهرنی خبریال وژل شوی


وژل شوی خبریال دانش صدیقي نومیږي او د رویټرز خبري آژانس سره يې د فوټو ژورنالیست په توګه کار کاوه.
وژل شوی خبریال دانش صدیقي نومیږي او د رویټرز خبري آژانس سره يې د فوټو ژورنالیست په توګه کار کاوه.

په کندهار ولایت کې د رویټرز خبري اژانس خبریال وژل شوی دی.

دا پېښه نن جمعه جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) سهار ۹ بجې د بولدک ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده. وژل شوی خبریال دانش صدیقي نومیږي او د رویټرز خبري آژانس سره يې د فوټو ژورنالیست په توګه کار کاوه.

دغه راز د وژل شوي خبریال جسد لا هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی او د وژل کیدو د لامل جزئیات يې ندي په ډاګه شوي.

ولسمشر غني د دغه خبریال په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده. د ارګ په اعلامیې کې راغلي دي: «د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي د خبري پوښښ پر مهال د رویټرز خبري اژانس پر هندي الاصله خبریال او عکاس د ترویستي برید له امله ډېر خواشینی شوم.»

ولسمشر غني د نوموړي د هغه د کورنۍ سره د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا په خبریالانو او غیر نظامي خلکو باندې بریدونه «جنګي جنایت او د بشري او اسلامي‌ اصولو» خلاف بللي دي.

هغه د دانش صدیقي وژنه په کلکه غندلې ده.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم د دانش صدیقي د وژلو په اړه اندېښنه ښودلې ده او د افغانستان له حکومت څخه یې غوښتي دي چې دا قضیه دې «جدي شفافه او ژر تر ژره» وارزوي او نتیجه دې له خلکو او رسنیو سره شریکه کړي.

د دانش صدیقي جسد

خو د سپین بولدک یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د وژل شوي خبریال جسد دا مهال د ولسوالۍ د ټرانسپورت له ودانۍ سره پروت دی.

سرچینې وويل: "د یوه بهرني خبریال جسد د سپین بولدک د ترانسپورت له مدیریت سره پروت دی یاده سیمه د جګړې سیمه ده نور جزئیات زموږ سره هم نشته چې یاد خبریال څنګه وژل شوی."

د قدرت الله په نوم د سپين بولدک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وويل: "یو کس چې ويل کیږي خبریال دی جسد يې د بولدک ولسوالۍ په مرکزي برخه کې پروت دی د ځان ساتنې یوه زغره هم ورسره پرته ده چې په انګلیسي خط پریس پرې لیکل شوی سیمه د طالبانو په واک کې ده نور موږ عامو خلکو ته هم د وړاندې تګ اجازه نه را کول کیږي."

بلي خوا ته د وژل شوي خبریال دانش صدیقي په اړه د کندهار مېشت خبریالان وايي چې نوموړی خبریال يې له تیري اونۍ راهیسې د کندهار په بېلا بېلو برخو کې يې د دندې پر مهال لیدلی.

دغه راز خپل دانش صدیقي له تیري اونۍ راهیسې د کندهار د وروستي وضعیت په اړه پر خپل ټويټر پاڼه بیلابیل موضوعات خپاره کړي چي په رویټر اژانس کې نشر شوي.

پر همدې مهال یوه لوړپوړي نظامي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د دانش صدیقي په نوم یاد خبریال د افغان ځانګړو ځواکونو له یوې ډلې سره له تیري اونۍ راهیسې د کندهار په بیلا بیلو برخو کې د جګړې له لومړی کرښې څخه راپورونه جوړول او نن سهار هم سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري موضوعاتو د پوښښ لپاره تللی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو دوو ورځو راپدېخوا د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ څخه د جګړې راپورونه ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG