د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي پوځي الوتکه یې نسکوره شوې او ۶۵ اوکرایني جنګي اسیران پکې مړه شوي


روسیې کیف د غورځېدلې الوتکې په ویشتلو تورن کړی خو دغه ادعاوې سمدستي نه دي تائید شوي. (عکس: ارشیف)
روسیې کیف د غورځېدلې الوتکې په ویشتلو تورن کړی خو دغه ادعاوې سمدستي نه دي تائید شوي. (عکس: ارشیف)

روسیه وايي په هغه پوځي الوتکه کې څوک ژوندي نه دي پاتې چې په اوکراین کې نیول شوي ۶۵ جنګي اسیران یې لیږدول او د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمه) ددغه هېواد په بلګورود ولایت کې راولوېده.

په ټولنیزو رسنیو کې د یوې الوتکې ویډیو ښودل شوې چې د بلګورود په سیمه کې له نسکورېدو وروسته اور اخلي. دغه ویډیو د رسمي سرچینو له خوا نه ده تائید شوې.

د روسیې د دفاع وزارت کیف تورن کړی چې دغه الوتکه یې ویشتلې ده.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې الوتکه هغه مهال وویشتل شوه چې اوکرایني جنګي اسیران یې د چکلوفسکي له هوايي ډګر څخه بلګورود ته د بندیانو د تبادلې په نیت لیږدول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په الوتکه کې د اوکرایني اسیرانو ترڅنګ د عملې شپږ غړي او درې امنیتي ساتونکي سپاره وو.

له دې وړاندې د روسیې د ولسي جرګې غړي ویاچسلاو ولادین ادعا کړې وه چې الوتکه کیف د لویدیځ له خوا په ورکړل شویو توغندیو ویشتلې ده.

ولادین د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل: "هغوی خپل عسکر او زموږ هغه پیلوټان په هوا کې وویشتل چې بشردوستانه ماموریت یې ترسره کاوه."

د بلګورود والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، پېښه د بلګورود مرکز په شمال ختیځ کې د کوروچانسکي په سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه په خپل یو وروستي بیان کې لیکلي: "په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي."

والي وویل، الوتکه په یو میدان کې غورځېدلې او د پلټنو دپاره دا سیمه کلابند شوې ده.

د فرانس پرس په راپور کې ویل شوي چې د روسیې ادعاوې په سمدستي توګه نه دي تائید شوي.

په کیف کې، ځایي رسنیو په پیل کې د اوکراین د امنیتي سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل چې د اوکراین اردو ځکه دغه الوتکه نسکوره کړې چې توغندي یې لیږدول، خو رسنیو وروسته دغه راپورونه له خپلو پاڼو لیرې کړل.

د اوکراین د بشري حقونو چارواکي ډیمیټرو لوبینټس وروسته وویل چې د هغه دفتر د پېښې په اړه پلټنه کوي. لوبینټس د زندانیانو د تبادلې د کمیسیون غړيتوب لري.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي روسي چارواکي به د پیښې په اړه "څیړنه" وکړي او د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

د جنګي بندیانو مسله په دواړو هېوادونو کې حساسه ګڼل کیږي.

په ۲۰۲۲ کې، روسیې او اوکراین یو بل تورن کړل چې د اوکراین ختیځ دونڅک کې د کرملین تر کنټرول لاندې اولینویکا سیمه کې یې پر هغه زندان بمباري کړې چې په لسګونو نیول شوي اوکرایني سرتیري پکې ساتل کېدل. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پر زندان بمباري "د روسیې جنګي جنایت" وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG