د لاس رسي وړ اتصالات

له کلونو وروسته افغانستان سره د روسیې لویه پوځي مرسته


ښاغلي اتمر وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو دپیاوړتیا لپاره د روسیې د نورو مرستو ترلاسه کولو په خاطر ددغه هیواد سره خبرې روانې دي
ښاغلي اتمر وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو دپیاوړتیا لپاره د روسیې د نورو مرستو ترلاسه کولو په خاطر ددغه هیواد سره خبرې روانې دي

روسیې له شاوخوا دوه نیمې لسیزې وروسته نن لس زره میله کلاشینکوف افغان حکومت ته وسپارل، چې دا له افغانستان سره په تیرو ۲۴ کلونو کې د دغه هیواد تر ټولو لویه پوځي مرسته شمیرل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر دا مرسته د افغان ځواکونو لپاره مهمه وګڼله او وې ویل، دا مرستې د افغانستان او روسیې تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د هوکړې پر بنسټ ترسره شوي دي.

ښاغلي اتمر وویل "دا مرستې د سیاسي ارزښت له پلوه د پام وړ دي، دا مرستې د دوو دولتونو او دوو ملتونو د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي. دویمه دا چې په سیمه کې د کړکیچنو حالاتو ته په کتو د سیمې هیوادونه چې ګډې اندېښنې لري، دا مرستې ښيي چې دواړه هیوادونه، ګډ ګواښونه، ګډې ګټې او ګډې برنامې لري."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان امنیتي ځواکونه د درنو وسلو له کموالي سره مخ دي او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت هڅه کوي تر څو دا تشه ډکه کړي.

د ښاغلي اتمر پر وینا، لا هم افغان امنیتي ځواکونه، جنګي الوتکو، توپونو، سپکو وسلو او کشفي او استخباراتي وسایلو ته اړتیا لري.

ښاغلي اتمر وویل، د افغان ځواکونو تجهیزول، په ځانګړې توګه د هوايي ځواکونو پیاوړتیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د روسیې په ګډون د نورو مرستندویو هیوادونو سره د مرستو د ترلاسه کولو پر سر به خبرو اترو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي د دې مرستې د ورکولو پر مهال وویل، هیواد یې د یو خپلواک، بې پرې او له تروریزم او نشه‌يي توکو څخه د پاک افغانستان غوښتونکی دی.

هغه وویل، روسیه چمتو ده، چې له افغانستان سره د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په مسلکي روزنه کې مرسته وکړي او هغوی ته پوځي تجهیزات برابر کړي.

ښاغلي منتیتسکي وویل "نن به په ټولیزه توګه لس زره میله کلاشینکوف او ۲.۱ میلون مهمات یې د افغانستان لوري ته وسپارل شي، دا له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې د فدراتیفې روسیې د سیاست یوه برخه ده."

د روسیې د سفیر پر وینا، دا مهال له څه باندې ۳۰۰ افغان ځواکونه په روسیې کې په بیلابیلو برخو کې تر روزنې لاندې دي او په راتلونکې کې به هم یو شمیر نورو افغان ځواکونو ته د روزنې زمینه برابره کړي.

روسیې په تیرو کلونو کې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې دي.

د سولې خبرې

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سولې روانو هڅو ته په اشارې وویل، له افغانستان سره دا پوځي مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغان حکومت په دغه هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

محمد‌حنیف اتمر وویل، له افغانستان سره د روسیې پوځي مرستې او د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا به د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي او زیاته یې کړه، چې دا مرستې به هیڅ کله هم د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ و نه ګرځي.

هغه وویل "د سولې هڅو ته به دوام ورکړو خو زموږ ملت باید په هر حالت کې د خپل ځان د دفاع لپاره تیار واوسي، که چیرې هغه کسان چې بیا هم جګړې ته دوام ورکوي، زموږ امنیتي ځواکونو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې باید د ملت د دفاع لپاره تیار وي."

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، د سولې خبرې به له هغو وسله‌والو مخالفینو سره وشي، چې افغانان دي او هغه وسله‌وال مخالفین، چې د افغانستان تابیعت نه لري له هغوی سره به وسله‌والې مبارزې ته دوام ورکړي.

دغه راز، ښاغلي اتمر وویل، د سولې د خبرو اصلي م وخه دا ده چې په افغانستان کې ناامني او جګړه پای ته ورسیږي او له افغانستان څخه بهر د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شي.

هغه وویل "دا مهمه نه ده چې کوم شخص د مذاکرې میز ته راولي، مهمه دا ده چې دوی د تروریستانو د ځالو له منځه وړلو ته ژمن دي که نه، دوی کافي اغیزمنتیا لري چې هغه کسان چې له موږ سره مذاکره کوي وشي کولی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ودروي. نو موږ د اشخاصو او یا د هغوی د هویت پسې نه یو بلکې د پایلو په لټه کې یو."

ښاغلي اتمر زیاته کړه، د سولې مخامخ خبرو ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له ډلې څخه هم بلنه شوې ده او وې ویل، چې د سولې د مخامخ خبرو د څرنګوالی به وروسته په ډاګه شي.

هغه د سولې مخامخ خبرې د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو لپاره یو ښه فُرصت وباله او خبرداری یې ورکړ که چیرې کومه ډله بیا هم وسله‌وال مخالفت ته دوام ورکوي نو د سولې د لار نقشې په چوکاټ کې افغانستان، امریکا، چین او پاکستان ژمن دي چې پر وړاندې یې له پوځي قداماتو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG