د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربو اماراتو کې د خاورو او شکو طوفان الوتی  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په متحده عربو اماراتو کې چارواکي وایي چې د خاورو او شکو یوه څپه الوتلې ده او خلکو ته ویل شوي چې په لارو او کوڅو کې له احتیاط څخه کار واخلي.

د متحدو عربو اماراتو په اکثریت لویو ښارونو کې د لید وړ ځایونه په خاورو او شکو پوښل شوي. په ابوظهبۍ کې مقاماتو له موټر چلوونکو څخه غوښتي دي‌ که «ډېر عاجل» نه وي،‌ له موټر چلولو نه ډډه وکړي.

د ابوظهبۍ مطبوعاتي‌ دفتر ویلي دي چې د خاورو او شکو د دغه طوفان له کبله په یو کیلو میترۍ کې هم هېڅ شی نشي لیدل کېدای.

همدغه راز،‌ په روانه اوونۍ کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې ده، په دوبي کې په متحدو عربو اماراتو کې بارانونه بیساري بلل کېږي. تېره میاشت له بارانونو وروسته سیلابونه راووتل چې اووه مهاجر یې مړه کړل.

د بېړنیو مرستو د څانګې کارکوونکي وایي چې سلګونو کسانو ورته تیلیفونونه کړي او د مرستې غوښتنه یې کړې ده،‌ سیلابونه په سرحدي ښار فجیریه او ځينو نورو سیمو کې سړکونو ته هم راوتلي ‌وو.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې سږکال د شکو طوفان، چې ګمان کېږي‌ د اقلیم بدلون له کبله وي، په عراق، کویټ، سعودي عربستان،‌ ایران او ځینو نورو هېوادونو کې الوتلی دی. د دغو طوفانانو له کبله یو شمېر هوايي‌ ډګرونه او ښوونځي تړل شوي‌ او ډېر کسان ناروغان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د برخې اداره وايي چې متحده عرب امارات اسیپ پذیره دی، ځکه چې تودوخه په کې زیاته ده، بارانونه په کې کم او طوفانونه زیات کېږي‌ او ورسره د سیند د اوبو د کچې لوړېدل هم ګواښ پېښوي.

XS
SM
MD
LG