د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي چارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه


د سعودي عربستان سترې محکمې دوشنبه اپریل اتمه (وري ۲۰) ویلي چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ به د اپریل ۱۰مه د چارشنبې ورځ وي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د اکس په شبکې کې د سترې محکمې دا اعلان خپور کړی او ویلي یې دې چې مسؤلینو میاشت نده لیدلې او له همدې وجې به سه شنبه د روژې د میاشتې وروستۍ ورځ وي.

په سعودي عربستان کې نورو مطبوعاتو هم ویلي چې د روژې میاشت د دوشنبې په ورځ نده لیدل شوې.

د سعودي عربستان تر څنګ، قطر او عربي متحده اماراتو هم ویلي چې کوچنی اختر به د چارشنبې په ورځ پیل شي.

سږ کال په ټولې نړۍ کې مسلمانانو پداسې حال کې روژه ونیوله چې په غزې کې د اسرائیل د پوځ په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳۲۰۷ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

دا جګړه تیر کال د اکټوبر په اوومې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، نږدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG