د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غويي ۲۶) وویل هېواد به یې د مۍ میاشتې ترپایه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
مایکل مارټین چې د ایرلنډ مرستیال صدراعظم هم دی، نیوز سټاک راډیو ته وویل: "موږ به د روانې میاشتې تر پایه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنو."
د مارچ په میاشت کې د هسپانیا، ایرلنډ، سلوانیا او مالتا مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي.
ایرلنډ له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې په منځني ختیځ کې د سولې له بهیر سره د مرسته لپاره د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو په اصولو کې هیڅ اعتراض نه لري.
خو په غزه کې د حماس د اورپکو پر وړاندې د اسرائیل جګړې دې مسلې ته نوی رنګ ورکړی دی.
تیره اونۍ، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل وویل، هسپانیا، ایرلنډ او سلوانیا پلان لري چې د می په ۲۱ په سمبولیک ډول یو فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني، او احتمال لرې چې نور هیوادونه هم دا کار وکړي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارټین د چهارشنبې په ورځ د فلسطیني دولت په رسمیت وپیژندلو دپاره دقیقه نیټه اعلان نه کړه.
مارټین وویل: " مشخصه نیټه لا هم څرګنده نده ځکه چې موږ لا هم په ګډه د فلسطیني دولت د رسمیت پيژندلو په اړه له ځینو هیوادونو سره په خبرو اترو کې بوخت یو... په راتلونکو څو ورځو کې به مشخصه نیټه روښانه شي خو دا به یقینا د دې میاشتې تر پایه وي."
هغه زیاته کړه: "زه نن ورځ د دې وروستيو مشخصو توضیحاتو په اړه د ځینو بهرنیو چارو وزیرانو سره سلا مشورو ته سترګې په لار یم."
تیره میاشت د ایرلنډ پایتخت ډبلین ته د هسپانیې د صدراعظم پیډرو سانچیز د سفر په جریان کې، د ایرلنډ صدراعظم سایمن هاریس وویل چې هیوادونه به په همغږې توګه دا اقدام عملي کړي.
هاریس وویل: "کله چې موږ مخ په وړاندې ځو، موږ غواړو د امکان تر حده د نورو سره یو ځای دا کار وکړو ترڅو پریکړې ته وزن ورکړو او قوي پیغام واستوو."
په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
فورم \ دبحث خونه