د لاس رسي وړ اتصالات

د اوو یرغمل شوو مسافرو مړي په زابل کې موندل شوي


سږکال مسافرو د کندهار کابل له لویې لارې تر څلویښتو پورې مسافر تښتولي وو
سږکال مسافرو د کندهار کابل له لویې لارې تر څلویښتو پورې مسافر تښتولي وو

د داعش د جنګیالیو له لوري شاوخوا دوه میاشتې مخکې په غزني ولایت کې اوه تنه مسافر یرغمل شوي وو چې د اوو مړي یې نن سهار د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې موندل شوي.

د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي وايی، نن سهار عامو خلکو د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اوو یرغمل شویو مسافرو مړي شاه جوی ولسوالۍ ته لیږدولي دي.

د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي امریکا غږ ته وویل، د مسافرو مړي د عامو خلکو له خوا نن غرمه مهال د شاه جوی ولسوالۍ کلینیک ته لیږدول شوي چې تر اوسه یې خپلوان هم پیدا شوي نه دي.

په وژل شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۴ نارینه شامل دي.

د چارواکو پر وینا شاوخوا دوه میاشتې مخکې د داعش جنګیالیو د غزني ولایت د قره باغ او تودې چينې ترمنځ اته تنه مسافر یرغمل کړي وو.

لا تر اوسه روښانه نده چې وژل شوي مسافر د داعش جنګیالیو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړه کې وژل شوي او که د داعش ډلې وژلي دي.

د دې پېښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG