د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو د پيښو شمېر ۷ ته ورسید


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کندهار ولایت مرکز د نهمې ناحیې په لویه ویاله سیمه کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې دی.

د جنوبې حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ماشوم کورنۍ مخکې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې اوسیدله خو اوس د د کندهار ښار په لویه ویاله سیمه کې ژوند کوي.

هغه وویل" ګوزڼ وهلې ماشوم څوارلس میاشتې عمر لري او کورنۍ ادعا کوي چې ۹ ځلې یې د پولیو واکسین اخیستی دی، خو مونږ ددې پيښې په هکله څیړنې کوو، چې دغه ماشوم واکسین شوی دی که نه".

ډاکټر نصرت زیاته کړه، چې د دغه ماشوم د پولیو ویروس د کندهار د لویې ویاله د خندق له محیطي ویروس سره تړاو لري.

بل لور په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونود ملاتړ ادارې ( یونیسف) د پولیو د برخې ویاند سید کمال شاه امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، په محیط کې د پولیو ویروس موجود دی او ضرورې ده چې د پولیو څاڅکي هر ځل په منظم ډول ماشومانو ته ورسیږي.

ده وویل" هر ځل او دهر کمپاین پر مهال باید د هدف وړ ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي، که یې د ګوزڼ ضد څاڅکي اخیستي وي او که نه وي، ځکه په میحط د پولیو ویروس موجود دی او کولی شي د نورو ماشومانو روغتیا ته هم خطر پيښ کړي".

سید کمال شاه زیاته کړه، چې له محیط څخه د پولیو ویروس هغه مهال له منځه تلی شي، چې په دې برخه کې دیني عالمان، قومي مشران او د کورنۍ غړي د پولیو واکسین په ښه تطبیق کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې دا په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ څوارلسمه پيښه ده. چې ۷ پيښې په کندهار، ۳ په کونړ، ۲ په ننګرهار، یوه په هلمند او یوه هم په اروزګان ولایت کې ثبت شوې ده.

روغتیایي چارواکي وایي، چې په روانه سپتمبر میاشت کېد ګوزڼ ضد کمپاین پیلیږي او د ټولنې له ټولو وګړو غواړي چې ماشومانو ته د واکسین په ښه تطبیق کې له روغتیایي کارکونکو سره پوره همکاري وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG