د لاس رسي وړ اتصالات

افریدی: د حقونو فعالې که هر څه وایي، زما لوڼه به دباندې لوبې نه کوي


د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي په خپل کتاب 'لوبه بدلونکی' کې لیکلي چې هغه خپلو لوڼو ته د دې اجازه نه ورکوي چې د کوره د باندې لوبې وکړي.

د پاکستان د کرکټ پخوانی کپتان او مشهور لوبغاړی شاهد افریدي په خپل کتاب کې د خپلو لوڼو په اړه لیکلې دي چې "که د ښځو د حقونو فعالانې هر څه وایي هغه به خپلو لوڼو ته د کوره د باندې او د خلکو په مخکې د لوبو اجازه ور نکړي."

د شاهد افریدي کتاب د ځینو پخوانو لوبغاړو په اړه د څرگندونو له کبله هم "لانجمن" بلل شویدی. افریدي د خپل ژوند په اړه په لیکل شوي کتاب کې ځینې داسې څرگندونې کړي چې په ټولنیزو رسنیو یې بحثونه راپارولي دي.

شاهد افریدي په خپل کتاب کې لیکي: "زما لوڼه په لوبو کې ښه دي او د هغې نه زیاتې په تعلیم کې قابلې دي. زما لوڼه په کور کې دننه هر ډول سپورټ کولی شي. کرکټ؟ نه; زما لوڼه به د خلکو په مخکې هیڅ ډول لوبې نه کوي."

شاهد افریدي وایي چې دغه فیصله یې د مذهب او کلتور په اساس کړیده. هغه لیکلې "د ځینو کلتوري او مذهبي دلایلو له کبله ما دا پریکړه کړیده چې زما څلور لوڼه به د کوره د باندې په لوبو کې برخه نه اخلي. زما میرمن هم زما سره موافقه ده."

شاهد افریدي څو ځله پخوا هم د ښځو په اړه همدغه ډول څرگندونې کړیدي. هغه د جیو ټلویژن ته په خپله یوه مرکه کې ویلي و چې د ښځو د کرکټ پلوي نه کوي او دا چې ښځې دې په کور کې پخلې کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG