د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د طالبانو د پلاوي او اعتراض کوونکو ترمنځ خبرې روانې دي


د بدخشان د ولایت د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د جمعې او شنبې په ورځو دوه ملکي وګړي د طالبانو د کوکنارو د فصل د اړولو د ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي‎.
د بدخشان د ولایت د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د جمعې او شنبې په ورځو دوه ملکي وګړي د طالبانو د کوکنارو د فصل د اړولو د ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي‎.

د بدخشان په ولایت کې سرچینې وايي چې د طالبانو د ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ پلاوي د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د روانو اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره د قومي مخورو او دیني عالمانو سره خبرې کړي او د اعتراض کوونکو ځینې غوښتنې یې هم منلي دي.

د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې د سه شنبې په ورځ، مۍ اوومه (غويي ۱۸) یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ پلاوي دغه ولایت ته رسیدلی او د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د طالبانو د حکومت پر خلاف د روانو اعتراضونو د پای ته رسولو په سر خبرې لا هم روانې دي.

دغې سرچینې وویل چې بدخشان ولایت ته تللي پلاوي د ولسي اعتراض کوونکو ځینې غوښتنې هم منلي دي او د طالبانو د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د دوو وژل شویو کسانو کورنیو ته یې د پیسو د ورکولو وړاندیز هم کړی دی. د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول ددغه پلاوي د سفر د پایلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د بدخشان ولایت په دغو دوو ولسوالیو کې وضعیت بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

د بدخشان د ولایت د درایم او ارګو په ولسوالیو کې د جمعې او شنبې په ورځو دوه ملکي وګړي د طالبانو د کوکنارو د فصل د اړولو د ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي‎.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا د بدخشان ولایت په کې ددغه حکومت پر خلاف د لاریونونو وروسته د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې اعتراض کوونکي د هغو طالبانو د وسله والو محاکمه کول غواړي چې د درایم او ارګو په ولسوالیو کې یې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي. همداشان د راپورونو له مخې دا اعتراض کوونکي د بدخشان ولایت ته د نورو ولایتونو څخه د کوکنارو د کښت د اړولو لپاره د تللو ځواکونو د بدلولو غوښتنه هم کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د یو راپور له مخې د درایم او ارګو په ولسوالیو کې دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې ولسي اعتراض کوونکو د طالبانو د کوکنارو له منځه وړلو په ځواکونو باندې د ډبرو ګوزارونه وکړل او د هغوی موټرو ته د اور اچولو هڅه یې وکړه.

طالبانو د درایم په ولسوالۍ کې د یو ملکي وګړي وژل کیدل تائید کړي دي. د سیمې اوسیدونکو فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په دې نښتو کې شپږ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

دغه اژانس د ستلایټ د تصویرونو پر اساس ویلي چې طالبان د تریاکو د تولید په کمولو کې بریالي دي ، خو د هغوی د کوکنارو د کښت له منځه وړلو عملیاتو د بزګرانو معیشت ته خورا زیات زیان رسولی او هغوی حتی د سر په بیه د کوکنارو د کښت له منځه وړلو ځواکونو سره مقاومت ته یې اړ کړي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د معلوماتو له مخې تیرکال هم د بدخشان په ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر مهال د طالبانو د ځواکونو سره په نښته کې یو تن وژل شوي و. همداشان د ننګرهار په ولایت کې هم د کوکنارو د فصل د اړولو پر مهال طالبانو د ځواکونو سره په نښتو کې یو تن وژل شوی وو.

بزګرانو د طالبانو د کوکنارو د کښت له منځه وړلو ځواکونو د توپیري چلند څخه هم شکایت کړی او ادعا یې کړې چې د طالبانو چارواکي ددغو ځواکونو د کړنو په اړه ددې لپاره چې دا ځواکونه د چارواکو سره ښې اړیکې لري سترګې پټوي.

د ارګو په ولسوالۍ کې یو ۲۹ کلن سړي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو ځواکونو منسوبین کله چې په پټو ځایونو کې د کوکنارو د کښت لټون لپاره ورځي هغوی " کورونو ته ننوتي او دروازې یې ماتې کړي" دي.

هغه ویلي:" کله چې خلک یې پر وړاندې مقاومت کوي هغوی پرې ډزې کوي."

یو بل ۴۵ کلن بزګر هم د نوم د نه ښودلو په شرط دغه اژانس ته ویلي:" امنیتي ځواکونه کورونو ته ننوځي، خلک ته سپکاوی کوي او وهي."

همداشان د ارګو په ولسوالۍ کې یو بل اوسیدونکي ویلي چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د جمعې په ورځ چې د دعا ورځ ده پرته د کلیو د سپین ږیرو او ملا امامانو د خبرولو د هغوی کورونو ته ورځي.

د فرانس پرس اژانس هم د په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویديدوي تصویرونو پر اساس ویلي چې د درایم په ولسوالۍ کې لاریون کوونکو د طالبانو د کوکنارو د کښت د ځواکونو سره په نښته کې د وژل شوي ځوان تابوت د اعتراض په توګه له ځانونو سره وړی او د " مرګ پر امارت" شعارونه یې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) یو لوړپوړې چارواکي دغه اژانس ته ویلي:" دغه اعتراضونه ممکن ددې څرګندونه وکړي چې بزګران د خپلو اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره د سرچینو د کمښت سره مخ دي، د همدې له امله بدلیل معیشت کښت د فرصتونو چمتو کول ممکن د وضعیت ښه کیدو سره مرسته وکړي".

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د یو فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت باندې بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د تیر ۲۰۲۳ کال د یو راپور له مخې په افغانستان کې د تریاکو تولید او کښت ۹۵ سلنه راکم شوی و.

خو د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې بزګران چې د کوکنارو د کښت څخه د ترلاسه کیدونکي عاید باندې متکي وو تر ۹۲ سلنه پورې خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د معلوماتو له مخې د کوکنارو پر کښت د طالبانو د مشر له خوا د بندیز وروسته په یو کال کې په افغانستان کې د تریاکو بیه کې ۱۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د یو کیلو تریاک بیه د ۸۰۰ او زرو امریکايي ډالرو پورې رسیدلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG