د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي کارکونکي: د پولیو واکسین پر وړاندې منفي تبلیغات ناسم دي


آرشیف
آرشیف

په فراه کې د ګوزڼ ناروغۍ متخصص ډاکټران د پولیو واکسین پر وړاندې هر ډول منفي تبلیغات ناسم بولي، او له ټولو کورنیو څخه غواړي چې د دغه ناوړه تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي.

ډاکټر مهتاب الدین نورزی وایي، د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو واکسین په حلال او معیاري توګه د ماشومانو د فلج مخنيوي لپاره جوړ کړی، چې پرته له ګټې د ماشومانو لپاره هیڅ ډول زیان نلري.

هغه وویل: "... دا چې په لرو پرتو کلیو کې ځینو کورنیو ته ویل شوي چې پولیو واکسین په ځوانۍ کې د بې اولادۍ سبب ګرځي، دا ډول بې ځایه خبرې طبابت هیڅ کله هم نه مني."

نوموړي زیاته کړه، د تاسو د ډاډ لپاره لمړی ډاکټران خپل ماشومان واکسینوي، نو ټول دې په ډاډه زړه خپل ماشومان واکسین کړي".

همدارنګه د فراه د عامې روغتیا رئیس، عبدالجبار شایق هم د ورته نظر په لرلو سره، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي یواځنی درمل همدا د پولیو واکسین بولي.

هغه وویل: "... که غواړئ چې ماشومان مو په فلج اخته نشي، نو هرومرو یې واکسین کړئ، د پولیو واکسین د مخنیوي تر ټولو غوره لار دا ده چې ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړو، ځکه یواځې همدا د پولیو واکسین د فلج ناروغۍ مخنیوی کولای شي".

خو د پوهنتون استاد نقیب الله نیکمل بیا وايي، کیدای شي چې په افغاني ټولنه کې ډیر خلک لا پاتې وي چې د ګوزڼ ناروغۍ په اړه منفي نظر ولري، خو په خبره یې اړونده روغتیايي چارواکي باید هڅه وکړي چې د ګوزڼ ناروغۍ او واکسین په هکله پراخ معلوماتي کمپاین وکړي او ددې ناروغۍ وروستۍ ریښې له افغانستان څخه وباسي.

هغه وویل: "... کیدای شي چې ډیر کم خلک د ګوزڼ منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندې راغلي اوسي، ځکه اوس زیات شمېر خلک د پولیو واکسین په فایده پوهیږي، خو اړینه دا ده چې روغتیا پالان هم په سمه توګه د ګوزڼ مخنيوي لپاره کار وکړي".

د هغه خلکو په هکله چې خپل ماشومان نه واکسینوي، د ډاکټرانو اندیښنه دا ده چې امکان لري هلته یو ځل بیا د ګوزڼ نوې پيښې رامنځته شي، ځکه ګوزڼ په ډیره لوړه کچه ساري ناروغي ده، او هره ورځ هلته د ګوزڼ د بیا خپریدو ویره هم شتون لري.

XS
SM
MD
LG