د لاس رسي وړ اتصالات

د بريتانیا پارلمان: افغان ترجمانان او پخواني پوځیان دې روانډا ته له لیږلو څخه معاف شي


د بریتانیا پارلمان
د بریتانیا پارلمان

د بريتانیا د پارلمان غړو د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو ژباړونکي وو او همدا راز د افغانستان د پخواني حکومت پوځيان دې استثنأ کړي او روانډا ته دې نه استوي.

دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د غیرقانوني ننوتلو د مخنیوي لپاره، بریتانیا هغه کسان چې په غیرقانوني توګه ددې هیواد خاورې ته ننوځي روانډا ته سپاري.

د بريتانيا د دفاع پخواني وزير دس براون د دغو اصلاحاتو وړانديز وکړ، چې د بريتانيا د پارلمان له خوا په ٢٧٥ موافقو رايو او ٢١٨ مخالفو رایو سره تصويب شو.

د نویو تعدیلاتو له مخې، د بریتانوي ځواکونو هغه پخواني ترجمانان او د افغانستان د پخواني حکومت پوځیان چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په ناقانونه توګه بریتانیې ته داخل شوي وو، له دې هېواد څخه به روانډا ته نه شړل کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د پخواني افغان حکومت څومره سرتېري او په افغانستان کې د مېشتو بریتانوي ځواکونو ترجمانان په ناقانونه توګه بریتانیا ته داخل شوي دي.

د بریتانیې د حکومت پر ضد د پارلمان دوو قانون جوړونکو [وکیلانو] ستیفان کیناک او لوک پولارډ هم د بریتانیې د حکومت دوو وزیرانو ته یو لیک استولی او د دغو تعدیلاتو د عملي کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د بریتانیا حکومت دمخه روانډا ته د افغانانو د ورپه لاس کولو په قانون کې له استثنا ورکولو ډډه کوله، خو تمه ده چې دا ځل به په دغه قانون کې د پارلمان له خوا وړاندیز شوی تعدیلات معرفي کړي.

روانډا ته د کډوالو د لېږدولو پلان د برتانیې د پخواني صدراعظم بوریس جانسن له خوا وړاندیز شوی و، خو له هغه وخت راهیسې دغه پلان د بشري حقونو د اروپا د محکمې له مخالفت او همدارنګه په بریتانیا کې له قانوني ننګونو سره مخ شوی دی.

تر دې مخکې د بریتانیا د استیناف محکمې ویلي وو چې روانډا ته د کډوالو د ستنولو پلان غیر قانوني دی، ځکه دغه افریقایي هېواد د کډوالو لپاره درېیم خوندي هېواد نه شي ګڼل کېدای.

د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د حقونو مدافعین دا عمل د هغو خلکو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ګڼي چې له جګړې او ظلم څخه تښتیدلي دي.

روانډا یو لږ پرمختللی هیواد دی او تمه کیږي چې هغه کډوال چې د ښه ژوند په لټه کې بریتانیا ته راځي هلته به د خپلو خوبونو د تعقیب لپاره لږ چانس ولري.

ددې مطلب ځنې برخې د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG