د لاس رسي وړ اتصالات

لندن کې د افغان کډوالو د بې کورۍ ستونزې


لندن کې افغان کډوال
لندن کې افغان کډوال

بریتانیا ته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه راکډه شوي ځینې کډوال چې لوی شمېر یې لاهم په هوټلونو کې میشت دي، د خپل ناڅرګند راتلونکې او د بسیاو د اسانتیاو نه لرلو څخه شکایت کوي.

د دغه کډوالو اکثریت په خپل هېواد کې د طالبانو د واکمنېدو پس د سر ژغورنې لپاره د برېتانیا په ګډون د لوېدیځي نړۍ نورو هېوادونه ته پناه وړې. خو په دوی کې لوی شمېر د هغه افغان کډوالو هم دی چې ځینې لوېدیځ حکومتونه یې د بیا میشتولو تر پلان لاندې خپلو هېوادونو ته انتقال کړي. دا هغه افغانان دي چې د جمهوریت پر مهال یې له لوېدیځو هیوادونو د ځواکونو سره کار کاوه.

خو د لندن د لوېدیځ په یوه هوټل کې میشته یوه افغانه زرلښته چې نه یې غوښت خپل اصل نوم یې واخیستل شي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، شپږ میاشتې کېږي چې دې هېواد ته یې پناه راوړې خو لا یې هم ستړې او ستونزې نه دي ختمې شوې. ”زما په ګډون دلته ډېری کډوال په تکلیف دي، ډېر سخت ژوند یې دی. د هوټل په تنګه کوټه کې مې ذهني روغتيا اغيزمنه شوې ده. “

زرلښته د درس ډېر ارمان لري، او غواړي‌ چی خپله ماستري سرته ورسوي، ډېرو پوهنتونونو ته یې نوم ليکنه کړې خو یوه یې ورته په ځواب کې ویلي او هغه هم منفي. هغه زیاتوي: ”کله چې زه د ارزونې لپاره ولاړم نو د پوهنتون اداری ما ته زما د سياسي پناه غوښتني له امله اجازه رانکړه چی داخله واخلم. “

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته بريتانيا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ۲۰ زره زیات افغانان یې را اېستلي او هغوی ته یې په خپل هېواد کې پناه ورکړې او دا لړۍ یې لاهم دوام لري.

یوه بله افغان مېرمن چی مستعار نوم یې صدف دی، او له تېرو پینځو میاشتو راهیسې له خپل دوو لوڼو او خاوند سره بریتانیا ته كډواله شوي ده، د امریکا غږ ته وویل، هېڅ بوختیا یی نشته، د هوټل په يوه کوټه کي له بچو او میړه سره ډېر سخت ژوند تېروي. هغه زیاتوي، وړې لوڼې یی تل ترې پوښتنې کوي چي کله به کور ته ځي، چی د لوبو لپاره پراخ ځاى ولري: ،”هغوی تل راڅخه د كورني خوړو پخولو غوښتنه کوي او راته وايي، مورجانې کله به ستا د لاس خواړه خورو خو زه ورته ځواب نه لرم. “

هغې زياته کړه، هېڅ نه پوهېږي چي په هوټل کې به تر کله پاتې وي، حکومت ورته ویلي چې دوی به د يوي یا دوه اونیو لپاره په هوټل کې پاتي شي مګر اوس نږدې پنځه میاشتي كيږي چي دوى دلته دي او په هوټل کي داسی خلک شتون لري چې له دوو درېوو کلونو راهیسې ژوند کوي او د قضيو يې هیچ مالومات نشته.

جبار هم په دې هوټل کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسي ژوند کوي هغه د امريکا غږ سره په خبرو کې د دندې او خپل کور لرلو ارمان ښکاره کړ، هغه وويل دى كولى شي بريتانيا کي د اونۍ شل ساعته کار وکړي خو وايي چي د اوسېدو ځاى دې مالوم نه وي نو دنده موندل گرانه ده، که یو څوک خبر شي چې په هوټل کې پاتې کېږي او سياسي پناه يې اخیستې ده نو کار هم نه ورکوی.

جبار وايي،”د هوټل خواړه هم داسي دي چي ډېر د خوړو نه وي، په دې اړه مو ډېر شکایتونه کړي خو هیچا غوږ نه دی نیولی حتى داسي ورځي هم راغلي چې زه پرته له خوړو ويده شوی يم او یا هم می ټوله ورځ پرته له ډوډی خوړلو تيره کړي وي. “

جبار زياتوي چي هغه د هوټل په بندو دروازو کي خپل وخت تېروي ځکه چی د بیرون وتلو لپاره په ترانسپورت کي هم د پونډونو اړتیا ده چی ورسره نشته.

بلخوا د بریتانیا حکومت د ډېرو کډوالو بريتانيا ته د راستنېدو له امله تر سخت فشار لاندې دي، ځکه چی د کډوالو ځای پر ځای کولو بهیر لا روانه دی او دوی ټولو ته هر ډول اسانتیاوې او ځايونه برابرول د بریتانیا حکومت لپاره ننګونه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG