د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پوهنې وزارت د تکواندو سیالۍ


په کابل کې د پوهنې وزارت لخوا د تکواندو سیالۍ
په کابل کې د پوهنې وزارت لخوا د تکواندو سیالۍ

د افغانستان د پوهنې وزارت د تکواندو مسول فرید احمدي امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د ۱۴ لیسو ۱۸۰ لوبغاړو په بیلابیلو کته ګوریو کې ګډون کړی وو چې په پایه کې دوی وکولای شول ۱۸ غوره لوبغاړي د پوهنې وزارت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکي.

د احمدي په وینا غوره کړای شوي لوبغاړي به په کابل کې په اساسي توګه خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي او تمه ده چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

احمدي وايي "تر اوسه پورې موږ یو سفر هندوستان ته کړی دی چې دویم مقام مو ګټلی وو ، په آینده کې هم کوشش کوو چې ورزشکارانو ته زیاتې لوبې ترسره کړو چې دا یوه ښه روزنه ده چې موږ وتوانیږ یو ښه ټیم وزارت معارف ته جوړ کړو".

د پوهنې وزارت وايي په پام کې لري چې د زده کوونکو په تعلیمي نصاب کې د تکواندو لوبه هم شامله کړي ترڅو هغه زده کوونکي چې له تکواندو سره مینه لري په اساسي توګه وروزل شي‌ او افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

په ورته وخت کې د صداقت په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دوی په خورا سختو شرایطو کې د تکواندو لوبه کوي او هیله من دی چې ورته ښې ورزشي زمینې برابرې شي او په دغه برخه کې لا پرمختګ وکړي.

صداقت وايي "اوس په کال کې یو وار د تکواندو لوبې ترسره کیږي ، موږ غواړو چې دا دوه یا درې ځلې ترسره شي او افغانستان لپاره لاسته راوړنې ولرو ، اوس موږ دلته لوبې کوو غواړو چې په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړو او د افغانستان بیرق په جهان کې وځلوو".

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې اوس مهال د هلکانو په پنځه شپیته او د نجونو په پنځه څلویښت ښوونځیو کې د تکواندو لوبه پرمخ وړل کیږي او تمه ده چې نورو لیسو ته یې هم وغځوي.

XS
SM
MD
LG