د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یو کاناډایي خوشې کیدل تائید کړي


طالبانو پنځه کاله وړاندې کولن ریترفورټ د غزني په ولایت کې نیولی و.
طالبانو پنځه کاله وړاندې کولن ریترفورټ د غزني په ولایت کې نیولی و.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د قطر د حکومت په منخګړیتوب د یو کاناډایي تبعه کولن ریترفورټ خوشې کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې دغه کاناډایي یې د انساني خواخوږۍ او اسلامي اخلاقو ته په پاملرنې د دوشنبې په ورځ ازاد کړی دی.

کولن ریترفورټ ۵ کاله مخکې په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوی و. طالبانو ویلي چې دا کاناډایي یې د خپل مشرتابه په امر خوشې کړی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم د کولن ریترفورټ خوشې کیدل تائید کړي او د هغه د خوشې کیدلو له امله یې د قطر له هیواد څخه مننه کړې ده.

طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې د کولن ریترفورټ یو ویډیو خپره کړې وه او هغه یې په افغانستان کې په جاسوسۍ تورن کړی و.

په کاناډا کې د قطر سفیر فهد محمد کافو د کاناډا نشنل پوست ورځپانې ته ویلي چې د کولن ریترفورټ په خوشې کیدلو کې د ډیرو کسانو هڅې شاملي دي. خو هغه وویل چې د کولن ریترفورټ په خوشې کیدو کې چاته پیسې نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې طالبانو دا کاناډایي چیرته ساته، او په کوم ځای کې یې خوشې کړی دی. پخپله طالبانو او کاناډایي چارواکو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

د غزني سیمه ایزو چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې هم په دې هکله بې خبري وښودله.

د غزني امنیتي او ولایتي شورا چارواکو امریکا غږ ته وویل چې دوی نه پوهیږي چې کولن ریترفورت به د افغانستان په دننه او که د دغه هیواد څخه بهر په پاکستان کې ساتل کیده.

خو د غزني ولایت پخوانیو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې د طالبانو له خوا د کولن ریترفورت د نیول کیدلو په وخت هغه د روحي ستونزو سره مخ و.

د دغو چارواکو د وینا له مخې ښاغلی فورت د غزني د ولایتي بیارغونې د ټیم د چارواکو د اجازې پرته، د دغه ټیم له ودانۍ وتلی و چې بیا طالبانو ونیو. د غزني د ولایتي بیارغونې ټیم مشري پولینډي عسکرو په غاړه وه.

د غزني پخواني چارواکي وایي چې طالبانو د سیمه ایزو قومي مشرانو په خوله ولایتي چارواکو ته د پیسو په بدل کې د دغه کاناډایي د خوشې کیدو وړاندیز کړی و چې د ځینو ناڅرګندو دلایلو له مخې دا کار بیا ونه شو.

دغه چارواکي وایي چې طالبانو د کولن ریترفورت د ژغورنې د عملیاتو له ویرې هغه له افغانستان څخه بهر ته لیږدولی و.

دوی دا هم وایي چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې په روانه اونۍ کې د غزني د ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه هیلګوپتر ښکته شوی وه.

خو دغه چارواکي وایي چې په دې هکله نور معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.

تر اوسه په خپلواکه توګه دا رپوټ تائید شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG