د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په لومړي ځل د اقلیم د بدلون کنفرانس کې برخه اخیستې - تنظیموونکي


ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم بدلون ورباندې ترټولو بده اغیزه کړې ده.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم بدلون ورباندې ترټولو بده اغیزه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د سازمان او نورو نړیوالو خیریه موسسه سره په ګډه پر دغه هېواد باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د څیړلو دپاره کنفرانس جوړ کړی دی.

د افغانستان دپاره د ناورې د کمیټې په مرسته جوړ شوی دغه درې ورځنی کنفرانس د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) په کابل کې پای ته ورسید.

په افغانستان کې ددغې موسسې مسئول تاریا واټرډل خبریالانو ته وویل چې د بیا واکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو چارواکي په دې اړه "په مختلفو سطحو کې له خپلو لویدیځوالو سیالانو سره مخامخ او انلاین خبرو ته کښیني."

په دغه کنفرانس کې د پوهنتونونو استادانو، دپلوماتانو، د ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو چارواکو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو ګډون کړی و.

وټرډل وویل، په خبرو کې ټینګار وشو چې د روان وضعیت سره د مبارزې دپاره "د افغانستان دننه او بهر کې انفرادي او ډله ایزو اقداماتو ته اړتیا ده."

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال زین العابدین عابد وویل چې پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د سړیو سربیره پنځوس فیصده ښځو هم ددې کنفرانس له ګډونوالو سره خپل نظریات او اندیښنې شریکې کړې دي.

عابد وویل: "دا په حقیقت کې لومړی ځل دی چې د حکومت مسئولین، د عامه او شخصي پوهنتونونو، ملګرو ملتونو ادارو ، دپلوماتیکي ټولنې، مرسته کوونکو ادارو، ملي او نړیوالو غیرحکومتي ادارو او د افغانستان د ټولنې د ډیرو برخو وګړو مخامخ او انلاین بڼه خپل نظریات چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته لومړی ځل و، شریک کړل."

ښاغلي عابد کنفرانس ته په وینا کې، د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د چاپیریال اړوند مسلو سره دې مسوولانه چلند څخه کار واخلي په ځانګړي ډول اوبه دې په ډیر احتیاط سره استعمال کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د څیړلو لپاره دغسې کنفرانس جوړیږي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال د ملګرو ملتونو پر سازمان غږ وکړ چې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې ددغه سازمان له خوا په اذربایجان کې په جوړیدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون دپاره د طالبانو د حکومت استازو ته هم بلنه ورکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ملګروملتونو د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم بدلون ترټولو بده اغیزه کړې ده.

د چاپیریال ساتنې کارپوهان په افغانستان کې د موسمي بارانونو شدت، ناڅاپي سیلابونه او دوامداره وچکالي په دغه هیواد کې د اقلیم د بدلون څرګندې اغیزې ګڼي او وايي چې په افغانستان کې د نږدې څلور نیمو لسیزو جګړو له امله دا هیواد په یوازې د اقلیم بدلون د اغیزو سره مقابله نشي کولی او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د بیان له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG