د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په تکزاس کې دوه برید کوونکي ووژل


د دوو برید کوونکو هویت تر اوسه نه دی څرگند شوی.
د دوو برید کوونکو هویت تر اوسه نه دی څرگند شوی.

دا پیښه هغه ځای ته نژدې رامنځ ته کیږي چې هلته د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

د دې پیښې وروسته، پولیسو د وسله والو بریدکوونکو موټر د بم د شتون د احتمال لپاره وپلټه. پولیسو ددغه دوو تنو بریدگرو هویت نه دی څرگند کړی، او ټپي شوی منصبدار روغتون ته انتقال شوی دی.

د امریکا د ازادۍ د دفاع د ابتکار په نامه یو بنسټ د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونو د سیالۍ کوربتوب کاوه او ددې سیالۍ گټوونکي ته لس زره ډالره جایزه ورکوي.

د دې بنسټ په وبسایت کې لیکل شوي چې په دې سیالۍ کې څه دپاسه ۳۵۰ کارتونونه مسابقې ته ایښول شوي وو. د دې سیالۍ څخه هدف د بیان د آزادۍ دفاع او د اسلامي سخت دریځۍ په وړاندې مقاومت گڼل شوی دی.

د دې سیالۍ یو اصلي نطاق هالندي سیاست پوه گیرت ویلدر و چې تیره اونۍ یې وویل امریکا باید هیواد ته د مسلمانو مهاجرینو مخه ونیسي.

د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونو خپریدو دمخه هم جنجالونه زیږولي وو او په اسلامي هیوادونو کې د پراخو مظاهرو سبب شوي وو.

د روان کال د جنورۍ په میاست کې دوو افراطي مسلمانانو په فرانسه کې د شارلي ایبدو د مجلې پر دفتر برید وکړ. دغې مجلې د اسلام پیغمبر ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړي وو.

د شارلي ایبدو کارتونیست رینالد لوزیر، تیره اونۍ وویل چې له دې وروسته د اسلام د پیغمبر د کارتونونو رسمولو ته لیوالتیا نه لري او نور به داسې کارتون ون کاژي.

XS
SM
MD
LG