د لاس رسي وړ اتصالات

د هند بهرنیو چارو وزارت: کندهار کې زمونږ قونسلګري نده تړل شوې


هند ویلي چې سیمه ییز کار کوونکي د قونسلګرۍ چارې مخته وړي
هند ویلي چې سیمه ییز کار کوونکي د قونسلګرۍ چارې مخته وړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کندهار ولایت کې خپله قونسلګري نه ده تړلې بلکې ښار ته د نژدې نښتو له امله یې د قونسلګرۍ دپلوماتان ایستلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه جولای ۱۱(چنګاښ ۲۰) پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په کندهار ولایت کې د دوی سیمه ییز کار کوونکي د قونسلګرۍ چارې مخته وړي او زیاته کړې ده چې په کابل کې د هند سفارت لخوا د وېزې ورکولو بهیر روان دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پرېکړه د وضعیت تر سمېدو پوري د لنډ مهال لپاره شوې ده.

اعلامیه وایي: "هند په افغانستان کې امنیتي وضعیت له نژدې څاري او موږ ته د خپلو کار کوونکو امنیت په لومړیتوب کې دی، د هند قونسلګرۍ تر اوسه په کندهار کې نه ده تړل شوې، دا چې د کندهار ښار ته نژدې جګړه زیاته شوې، د قونسلګري هندي کار کوونکې را ایستل شوي دي. ټینګار کوو چې دا پرېکړه د وضعیت تر ښه کېدو پورې لنډ مهاله ده."

هند ټینګار کړی چې د افغانستان د یو مهم او ستراتيژیک ملګري په توګه د یو دموکراتیک افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي هم امریکا غږ ته وويل چي پدې ولایت کې د هند قونسلګري نه ده تړل شوې، خو دغې قونسلګرۍ د امنیتي وضعیت په اړه خپله اندېښنه له دوی سره شریکه کړې وه.

احمدي زیاته کړه: "درې ورځې وړاندي د هند قونسلګرۍ خپل د وېزې خدمات د امنیتي ګواښونو له کبله درولي وو وروسته شخصاً والي روح الله خانزاده هغوی ته د امنیت کلک ډاډ ور کړ د هند په ګډون د ایران او پاکستان قونسلګرۍ په کندهار کې دي او ټاکل شوې چې د هند قونسلګري نن خپل د وېزې خدمات له سره پيل کړي د ديپلوماتیکو بنسټونو امنیت ساتل زموږ په لومړیتوب کې دی او دوی دي هیڅ ډول اندېښنه نکوي."

د هند تر څنګ ایران او پاکستان په کندهار کې قونسلګرۍ لري.

د هند او ایران قونسلګرۍ د ښار په جنوب کې ډنډ چوک ته نږدې موقعیت لري چې د جګړې سیمې هم ورته نږدې دي.

XS
SM
MD
LG