د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د هاوان مرمۍ لګېدو درې ماشومان وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په لوګر ولایت کې پر يوه کلي د هاوان مرمۍ لګېدو په نتيجه کې درې ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسيب الله ستانکزي نن دوشنبه مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) امريکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې يوې امنيتي پوستې ته نږدې شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د سيمې خلکو ورته ويلي، چې د هاوان مرمۍ د زیارت په نوم له امنيتي پوستې څخه وېشتل شوې ده.

حسيب الله ستانکزي وویل چې په ياده پېښه کې د دریو کورونو دوې نجونې او يو هلک وژل شوي او پنځه نور ماشومان ټپيان شوي، چې د دريو تنو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

تر اوسه د لوګر ولایتي چارواکو، په ځانګړې توګه امنيه قوماندانۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سيمې يو شمېر خلکو د وژل شويو ماشومانو مړي د احتجاج په ډول نن سهار پل علم ته وړي وو او د ولايت مقام مخې ته يې ايښي وو.

د يادې سيمې اوسېدونکي نصرالله امريکا غږ ته وویل چې امنيتي ځواکونو له جګړې پرته هاوان ويشتلی دی.

ده له حکومتي چارواکو وغوښتل چې امنيتي پوستې دې د استوګنې له سيمو وباسي، ځکه د ده په وينا دا څوم ځل دی چې دا ډول پېښې رامنځته کيږي.

XS
SM
MD
LG