د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو جلال اباد کې درې ښځینه واکسین کوونکې وژلې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې درې ښځینه واکسین کوونکې د جلال اباد ښار په څلورمه اومه ناحیه کې وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د پولیو له منځه وړلو د عملیاتي مرکز مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال نن سې شنبه مارچ ۳۰(وري ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو نن سهار لس بجې دوه ښځينه واکسین کوونکې د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې وژلي او یوه بله یې د څلورمې ناحیې په مجبور اباد سیمه کې وژلې ده.

هغه وویل چې بصیرې او نګینې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له دوی سره کار کاوه او د سیمنې بیا لومړنی کمپاین و چې هغې پکې کار کاوه.

نوموړي زیاته کړه چې نګینې به هره میاشت کې ۷۵۰۰ افغانۍ معاش اخیستلو او نورو دواړو به هره کمپاین کې ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستلې.

د ننګرهار حوزوي روغتون ویلي دي چې دوی ته د درې واړو ښځينه واکسین کوونکو جسدونه ور وړل شوي دي.

احمد فیصل نظامي چې د سمینې د کاکا زوی دی امریکا غږ ته یې وویل چې سیمنې یوه میاشت کېږي چې واده شوې وه او دا یې لومړنی کمپاین و چې د یوې رضاکارې په توګه یې ماشومانو ته واکسین کول، خو دا کمپاین یې سر ته ونه رساوه. سمینې تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړې وې.

تر اوسه د دغو وژنو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

روغتیايي چارواکو امریکا غږ ته منلې چې د ننګرهار د والي په هدایت له پېښې سمدستي وروسته ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او مازدیګر ناوخته به معلومه شي چې سبا کمپاین وشي او کنه.

په ننګرهار کې ټول ټال ۵۹۱۵ کسان د پولیو واکسین په تطبیق کې کار کوي چې ۱۰۰۰ پکې ښځينه دي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي نن سهار نهه نیمې بجې د ننګرهار حوزوي روغتون په دننه کې د کتلو معافیت د ودانۍ په دروازه کې هم چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې چاودنې یې چاته زیان نه دی اړولی خو د ودانۍ شیشې ماتې شوې دي.

په ننګرهار ولایت پر ښځینه واکسین کوونکو برید پر داسې مهال کیږي چې نن سه شنبه په افغانستان کې د پولیو واکسین درې ورځنی پروګرام پيل شوی دی.

افغان ولسمشر چې دا مهال د تاجکستان په سفر دی، په جلال اباد ښار کې پر ښځینه واکسن کوونکو برید غندلی او هغه یې وحشت بللی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: "طالبان او نورې تروریستي ډلې د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د افغان ښځو د وطنپالنې او خدمت پیاوړې اراده او د هیواد پر روښانه راتلونکي ټینګ باور نشي کمزوری کولی او نه هم د خدای تعالی او ولس پر وړاندې د دغو جنایتونو له مسوولیت او مختورۍ څخه ځانونه خلاصولی شي."

نژدې یوه میاشت مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلویزیون درې ښځينه کارکوونکې وژلې وې چې داعش ډلې یې مسولیت منلی و.

XS
SM
MD
LG