د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ترکیې د ملاتړ ژمنه وکړه


د ناټو د سفیرانو غونډه د ترکیې په غوښتنې رابلل شوې وه
د ناټو د سفیرانو غونډه د ترکیې په غوښتنې رابلل شوې وه

د ناټو د غړیو هیوادونو سفیرانو نن اضطراري غونډه وکړه چې د اسلامي دولت او په عراق کې د کردي یاغیانو په خلاف د ترکیې د پوځي اقداماتو ملاتړ وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان په انقرې کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د هغوي ځواکونو "تعرضي عملیاتو ته زور ورکړی " او زیاتوي چې د تروریزم سره د جګړې نه به په شا نشي. اردوان وایي چې عملیات به همداسې ادامه ولري.

د ناټو د غونډې د پیل کیدو نه وړاندې چې د تړلو دروازو تر شا پکې بحث کیده، د دې تړون عمومي منشي جینز سټول ټنبرګ وویل چې د خپل ملګري هیواد ترکیې سره په ټینګه ولاړ دي " زمونږ ټول ملګري هیوادونه د ترکیې سره په ټینګه ولاړ دي او د تروریزم هر ډول کړنې په ټینګه غندو. "

ښاغلي سټول ټنبرګ وویل چې ترکیې پدې غونډې کې د ناټو نه د پوځي مرستو غوښتنه نده کړې او زیاته یې کړه چې ترکیه پخپله قوي پوځي وړتیا لري.

بل پلو د ترکیې پوځ وایي چې نن یې په کردي یاغیانو تازه هوایي بمبارۍ کړیدي. پوځ وایي چې F شپاړلس جنګي جیټ الوتکو یې د کردانو د کارګر ګوند (پي کې کې) په مرکزونو هوایی بریدونه کړیدي.

په سوریې کې د اسلامي دولت په ډلې د تازه هوایی بریدونو خبر ندی ورکړل شوی. ترکیې د همدې تیرې شنبې په ورځ په دواړو ډلو هوایی بمبارۍ شروع کړلې.

ترکي او امریکایي چارواکي پدې بحث کوي چې د ترکې سرحد سره نږدې مصؤنه سیمه جوړه کړي. دا سیمه به د اسلامي دولت د موجودیت نه پاکه وي او هم به د سوریې د مهاجرینو لپاره په محفوظه توګه د بیرته راتګ یوه وسیله وګرځي.

XS
SM
MD
LG