د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته الوتنې پیلوي


د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.

د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه د راپور له مخې دغه شرکت ویلي چې په اونۍ کې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت د ستنیدلو د پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دغه شرکت لپاره به د کابل هوايي ډګر ته د تګ راتګ پر مهال لازم سهولتونه برابر کړي.

ددغه وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي چې د افغانستان په ټولو نړیوالو او محلي ډګرونوکې د نړیوالو معیارونو له مخې الوتکو ته خدمتونه وړاندې کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو په څیر د ترکش ایرلین هم کابل او مزارشریف هوايي ډګرونو ته خپلې الوتنې ځنډولي وې.

په تیرو څه باندې دوو کلنوکې یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو د هغې له ډلې د متحده عربي اماراتو دوو شرکتونو ایر عربیه او فلای دوبۍ او د ایران څو هوايي شرکتونو بیرته کابل ته الوتنې پیل کړي دي.

ایرعربیه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لسمه کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. اوس مهال د کام ایر او د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې په منظم ډول د کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد، استانبول، کویټ او د سیمې څو نورو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د "ګاک" شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي. دغه شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه هم د کابل په هوايي ډګر کې ورته خدمتونه برابرول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG