د لاس رسي وړ اتصالات

د فلمي ستوري سلمان خان پر کور وسله وال برید؛ دوه کسان نیول شوي


سلمان خان پر خپل کور له برید څخه روغ وتلی. (عکس: ارشیف)
سلمان خان پر خپل کور له برید څخه روغ وتلی. (عکس: ارشیف)

د هند پولیسو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) د یوې وسله والې ډلې دوه غړي ددغه هېواد د سینما د مشهور لوبغاړي سلمان خان په کور د ډزو په تور ونیول.

نیول شوي کسان د "بشنوۍ" په نوم د وسله والې ډلې غړي بلل شوي دي. دا ډله له دې کبله په قهر ده چې سلمان خان څو کاله وړاندې دوې هوسۍ ښکار کړې وې.

د بشنوۍ ډله هوسۍ مقدسې بولي، او ددې ډلې مشرانو له سلمان خان څخه د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

پولیسو وویل، پر موټرسایکل سپرو کسانو د ممبۍ ښار په باندرا سیمه کې د سلمان خان پر اپارتمان ډزې وکړې. سلمان خان په کور کې موجود و.

پولیسو وویل چې، د برید په تور یو ۲۱ کلن او بل یو ۲۴ کلن سړي په لویدیځ ایالت ګجرات کې نیول شوي دي.

ددغه ایالت د پولیسو افسر مهندرا باګاریا وویل: "موږ وکولای شول چې دوه تورن کسان یو مندر ته نږدې پیدا کړو. زموږ یو ډله مندر ته ورسیده او تورن کسان یې ونیول."

سلمان خان په ۲۰۱۸ کال کې د هوسیو د ښکار له کبله، د ځنګلي حیواناتو د ساتنې له قانون څخه د سرغړونې په تور د یوې محکمې لخوا په پنځه کاله بند محکوم شو.

خو زندان ته له تللو څو ورځې وروسته د استیناف محکمې د هغه د قید سزا وځنډوله. د محکمې له دې پرېکړې وروسته، د بشنوۍ ډلې مشر لارنس بشنوۍ ګواښ وکړ چې د هغه وسله وال سړي به قانون په خپل لاس کې واخلي.

له هغه راهیسې هندي پولیس د سلمان خان امنیت ساتي. سلمان خان د بالیوډ سینما له بډایو هنرمندانو څخه ګڼل کیږي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې دې ډګر ته له راتلو راهیسې یې په ۱۵۰ فلمونو او تلویزیوني خپرونو کې کار کړی دی.

د سلمان خان شخصي ژوند له اوږدې مودې راهیسې د جنجالونو سره مخامخ دی.

په ۲۰۰۲ کې پر هغه تور ولګېد چې د ممبۍ په ښار کې یې د سرک پر غاړه پنځه ویده کسان تر موټر لاندې کړي او د پیښې له ځای څخه تښتېدلی دی. په دې پېښه کې یو کس مړ شوی و.

که څه هم محکمې په دغه قضیه کې نوموړي ته په ۲۰۱۶ کې برائت ورکړ خو دوسیه لا تراوسه پرانیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG