د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې روسي جنګي الوتکې په لوېدو کې دوه پیلوټان وژل شوي


د روسيې په جنوب کې چارواکي وايي، د دغه هېواد د يوې جنګي الوتکې د لوېدو په پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي دي.

د سایبریا د ایرکوتسک ښار مقاماتو ویلي، جنګي الوتکې د استوګنې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ سره ټکر کړی دی.

د ایرکوتسک ښار د بیړنیو حالاتو اداري ویلي دي چې الوتکه د ازمایښتي الوتنې پر مهال نسکوره شوې او نوره مرګ ژوبله نه لري.

په تېرو شپږو ورځو کې دا د روسیې د جنګي الوتکو د غورځیدو دوهمه پیښه ده. د تېرې دوشنبې په ورځ یوه سو-۳۴ جنګي الوتکه په جنوبي ښار یسک کې د استوګنې پر یوې ودانۍ ولوېده، چې لږترلږه ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

روسي رسنیو خبر ورکړی دی، چې پرونۍ غورځېدلې الوتکه هم سو-۳۰ ډوله جنګي الوتکه وه.

دا پداسې حال کې دي چې اوکراین ویلي، روسیې په وروستیو اونیو کې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره هوايي بریدونه زیات کړي دي. خو روسي چارواکو ویلي دي چې دا الوتکې په روسیه کې جوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو د کارونې په اړه څېړنه کوي او ګومان کېږي چې پدې اړه به د اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پر ایران او روسیې نور بندیزونه ولګول شي.

XS
SM
MD
LG