د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کال افغانستان لپاره د ننګونو او هم د انعطاف منلو اوعزم کال و


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ګڼو بحرانونو ته په پاملرنې دا کال ددغه هیواد د خلکو لپاره د ننګونو او هم د انعطاف منلو اوعزم کال و.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تیرکال د ناملایماتو او اقتصادي ټکانونو سره هممهاله ددغه هیواد خلکو ددغه وضعیت پر وړاندې د پام وړمیړانه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې د شریکانو د کار پر وړاندې لا هم ګڼې او څو اړخیزې ننګونې پرتې دي.

لوږه، روغتیايي خدمتونو ته اړتیا، سرپناه او د هرات په ولایت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د زلزلو په څیر طبیعي پیښې، د ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونو کډوالو ستنیدل په دې راپور کې د افغانانو او هغوی سره د مرسته کوونکو سازمانو پر وړاندې د عمده ننګونو او ګواښونو په توګه یادې شوي دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې خوړو ته د خلکو ډیره زیاته اړتیا د افغانانو د لومړنۍ اړتیا په توګه یاده شوې او خبرداری یې ورکړی چې په میلیونه کسان چې لومړنیو توکو د اخیستلو توان نلري د لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

ملګروملتونو د ګالوپ د یوې وروستۍ سروې په استناد چې ۹۵ فیصده افغانان خپل ځانونه په کړاونو کې ویني او په اوسط ډول په افغانستان کې په تیرو پنځه کلنو کې ژوند ته د افغانانو هیله کمه شوې، ددغه هیواد د خلکو سره د نړیوالې ټولنې په پایداره مشارکت ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي مرستیال اندریکا رتواتی ویلي: " په بې ساري ډول د خنډونو چې زمونږ ارزښتونه او اصلي باورونه یې ټکني کړي د خپلو شریکانو سره همداسې لا هم ښکیل یو. همداشان مونږ په ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ارزښتونو او اصلي باورونو په مخ کې د پرتو ګواښونو سره لاس او ګریوان وو او ورسره په هممهاله توګه مو مرستو ته اړ کسانو ته مرستې رسولي دي".

اندریکا رتواتی ویلي چې ددغو ګواښونو او ننګونو سره سره د مرستې د ادارو کارکوونکي ډاډه و چې د افغانستان خلک ځانته پرینږدي.

افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي مرستیال ټینګار کړی چې په روان ۲۰۲۴ کال کې هم په کار دي چې د بشري حقونو د اصولو، جنسیتي برابرۍ او د ښځو توانمندۍ په برخو کې ژمني موجودې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG