د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په جلال اباد کې په پرله پسې چاودنو اندیښنه ښودلې


د جلال اباد په ښار کې د تیرو څلورو ورځو په پرله پسې چاودنو کې له څلویښتو زیاتو ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي دي
د جلال اباد په ښار کې د تیرو څلورو ورځو په پرله پسې چاودنو کې له څلویښتو زیاتو ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي دي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" نن د سه شنبې په ورځ ( وري ۲۰ مه) د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې په تیرو څلورو ورځو کې پرله پسې چاودونو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په دغو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلویښت تنو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

" یوناما" د خپل ټویټر په پاڼه په ملکي میشتو او د خلکو د ګڼي ګونې په سیمو کې د ماینونو د چاودنو د بندیدو غوښتنه هم کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر له خوا د دغې اعلامیې د خپریدو وروسته نن بیا په دغه ښار کې د مقناطیسي ماین د چاودنې په پیښه کې اوه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګياڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وروستۍ چاودنه د جلال اباد د ښار په څلورمه ناحیه کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې په موټر شوې ده چې له امله یې د دریو ښځو په ګډون اوه تنه ژوبل شوي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال د وینا له مخې په تیرو څلورو ورځو کې د جلال اباد د ښار په بیلابیلو سیمو کې چاودنې شوي، چې تر اوسه کومې ډلې یې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پرون د دوشنبې په ورځ هم د دغه ښار په درییمه ناحیه کې د پولیسو په یو موټر ماین وچاودیده، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او درې نور ټپيان شو.

خو په نورو چاودونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي وو.

په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو په یو شمیر ولایتونو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په جګړو کې اکثره ملکي وګړو ته هم د سر زیان رسیږي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي" چې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپورونه خپروي، د تیرې میلادي میاشتې "مارچ" په خپل راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې په ۱۸ ولایتونو کې ۱۸۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

"سي پي اې جي" د راپور له مخې تیره میاشت ۵۴ ماشومانو او ۲۷ ښځو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې وه.

XS
SM
MD
LG